Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امريکا: د طالبانو له واکمنۍ سره د افغانانو د تخليې پروسه پېچلې شوې

د امریکا دفاع وزارت وايي، له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي د افغانانو د تخلیې پروسه پېچلې شوې.


ددغه وزارت چارواکو تېره ورځ ناوخته د خبریالانو یوې غونډې ته ویلي چې اوس باید ددې پروسې د چټکۍ لپاره په نور بدیلو انتخابونو کار وشي.


خو له بلې خوا بیا یو شمېر هغه افغانان چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړي د ژوند له سختیو شکایت کوي.


د کال په تېرېدو سره لا هم یو شمېر هغه افغانان چې د بهرنیانو په ځانګړي ډول امریکایانو سره یې کار کړی په افغانستان کې پاتې او له ګواښونو ډک ژوند پر مخ وړي.


يو کس چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، هغه افغانان چې غواړي افغانستان پرېږدي او د امریکا د بشري او ځانګړو ګډوالۍ ویزو غوښتنکي دي، له سخت حالت سره مخ دي.


د هغه په خبره، د امنیتي ستونزو تر څنګ اقتصادي ستونزو یې ژوند له سختو کړاوونو سره مخ کړی.




نوموړی وايي: "د اس ای وي متقضیان نه دا چې له امنیتي ګواښ سره مخ دي بلکې سخت اقتصادي وضیعت څخه هم کړیږي، ډېر یې په ویره کې دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره اوس ډېری یې د کور سامان خرڅوي، زموږ هیله دا ده چې امریکا دې زر تر زره خپل کسان وباسي چون دلته ورته خطر دی."


نوموړی دغه شان ددې پروسې د چټکتیا غوښتنه وکړه.


دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې، پر افغانستان د طالبانو له واکمن کېدو سره له دې هېواده د افغانانو د تخلیې پروسه پېچلې حالت ته اوښتې.


ددغه وزارت څو چارواکو چې نومونه یې نه دي ویل شوي د خبریالانو په یوې غونډه کې په افغانستان کې د تخليې د پروسې په اړه لنډ معلومات وړاندې کړي.


دغو چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د افغانانو د تخلیې پروسه پېچلې شوې او دا حالات هغه مهال رامنځته شو چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول.




سره له دې چې دغو چارواکو په کابل کې د تېر کال د اکسټ میاشتې په ۲۹مه د امریکا د بې پلوټه الوتکې په برید کې د یوې کورنۍ لس غړو وژل کېدو ته اشاره کړې خو د دې کورنۍ یو شمېر غړو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې، د کورنۍ ډېر غړي یې له افغانستان ویستل شوي او یوازې دوه درې کسه پاتې چې هغه هم ښايي په نږدې راتلونکي کې و ایستل شي.


یو کال وړاندې هغه مهال چې طالبانو ټول افغانستان ونیوو هغو افغانانو چې له بهرنیانو او په ځانګړي ډول امریکایانو سره يې کار کړی و له افغانستان د وتلو هڅه کوي.


که څه هم د تېر کال په اګسټ میاشت کې او بیا را وروسته متحده ایالاتو له افغانستانه له یو لک ډېر افغانان ویستلي خو لا هم زرګونه نور په دې هېواد کې انتظار باسي.


نیوکه داده چې دا بهیر ډېر سست روان دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus