Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان په ۲۵ ولايتونو کې د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی

د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې ښايي او نن سبا په اکثرو شمالي، مرکزي، ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې د بارانونو له کبله تازه سېلابونه جاري شي.


تېر یوه میاشت سېلابونو کې ۱۸۲ کسان مړه شوي او له ۲۵۰ نور زیات کسان ټپيان دي.


په سپین بولدک کې د سېلابونو د راوتلو له امله د ویش دروازه تړل شوې او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.


په یوه ویډیو کې چې له پرونه د کندهار سیمه‌ییزو رسنیو خپره کړې ښکاري چې پاکستان او افغانستان ته تلونکي خلک زاړه او واړه ښځې او ماشومان تر نیمايي په اوبو کې دي.


د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې دا سېلابونه تر سختو بارانونو وروسته جاري شوي دي.


د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې کندهار یو له هغو ولایتونو دی چې نن او سبا په‌کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.




د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې په خبرداري کې په کندهار سربېره د افغانستان په شاوخوا پنځه ویشتو ولایتونو «بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، ارزګان، هلمند، دایکندی، غور او زابل» کې د سېلابونو د پېښېدو اټکل شوی دی.




د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې ځینې هغه ولایتونه په ډاګه کړل چې نسبت نورو ته په‌کې زیات سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې درانه مالي تاوانونه اړولي.


نوموړي ويلي: "دغه سېلابونه په میدان وردګ، غزني، کندهار او ارزګان کې زیات مالي تاوانونه اړولي دي. دا شېبه په ځينو ولایتونو خصوصاً د لغمان ولایت په مربوطاتو کې زیات سېلابونه راغلي دي. موږ په جریان کې یو. ټیمونه په ساحو کې شته."


د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې له څه باندې تېرې یوې میاشتې راهیسې سېلابونه راوتلي.




دغو سېلابونو د خلکو د کرنیزو ځمکو او استوګنو کورونو په ویجاړولو سربېره سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پنجشنبه په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې تېره یوه میاشت سېلابونو څه باندې ۱۸۲ کسان مړه کړي او تر ۲۵۰ نور زیات خلک یې ټپیان کړي دي.


ویره یې شته چې ښايي تلفات تر دې هم لوړ وي ځکه له ګڼو سیمو په راپورونو کې خلک شکایت لري چې د ځینو خپلوانو په اړه معلومات نه‌لري او ښايي سېلابونو وړي وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus