Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو پاسپورټ ریاست کې د اداري فساد له شتونه د افغانانو شکایت

یو شمېر افغانان د پاسپورټ په پروسه کې د فساد پر موجودیت د نیوکې ترڅنګ وايي، له میاشتو انتظار وروسته لا هم د پاسپورټ په اخیستلو نه دي توانېدلي.


یو کس چې په پلازمېنه کابل کې ژوند کوي وايي، له یوې میاشتې انتظار وروسته لا هم نه دی توانېدلی چې د خپل ناروغ لپاره پاسپورټ واخلي.


دا کس چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، ډېره هڅه يې وکړه چې د خپلې کورنۍ د یوه ناروغ غړي لپاره پاسپورټ واخلي، خو تر دې دمه نه دی توانېدلی.


هغه زیاته کړه: "یوه نیمه میاشت کېږي چې زه ناروغ لرم، خو پاسپورټ نه شم اخیستی. هغه کسان چې پیسې لري، زر یو نیم زر ډالر، هغوی پاسپورټ اخلي. موږ راځو یوازې دلته په لیکه کې کېنو خو هېڅ پایله نه ورکوي."


په افغانستان کې د پاسپورټ د اخیستلو یوه جدي اړتیا هغه ناروغان بلل کېږي چې په کور دننه يې درمانه سخته ده او کورنۍ يې هڅه کوي چې د روغتیا لپاره يې ګاونډیو هېوادونو ته انتقال کړي.


په افغانستان کې د پاسپورټ د اخیستلو غوښتنه د تېر حکومت پر مهال هم زیاته وه، خو د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ریاست مسوولان وايي، په وروستیو کې د پاسپورټ غوښتنه نوره هم زیاته شوې ده.


د هرات ولایت اوسېدونکې شکیلا وايي، پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسي د خپلې کورنۍ د غړو لپاره د پاسپورټونو د اخیستلو هڅه کوي، خو په خبره یې نه ده توانېدلې.


شکیلا هم ادعا کوي، چې د پاسپورټ په اداره کې پراخ فساد موجود دی


هغه وايي: "زه او کورنۍ مې د طالبانو د حکومت له پیله تر دې دمه د پاسپورټ د اخیستو هڅه کړې ده خو تر دې دمه نه یو توانېدلي دي چې دا چاره ترسره شي. که څه هم هره دروازه مو وډبوله، خو په طالبانو کې مو هېڅ لوړپوړی چارواکی مو نه پېژنده او پیسې هم نه لرو."




خو د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ریاست مسوولان دغه ادعاوې ردوي او وايي، هغه کسان چې د کمېشنکارانو سره يې لاس درلود له دغه ادارې یې لیرې کړې دي.


د پاسپورټ ریاست مسلکي مرستیال شیرشاه قریشي د سې شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل: " که زموږ کوم وطنوال د دې له اړخه متضرر شوی وي چې پاسپورټ يې په پیسو اخیستی وي، یوه مهرباني دې بله وکړي رادې شي پاسپورټ ریاست ته، ستاسې د رسنیو پر وړاندې، موږ سره دې اسناد شریک کړي یا دې پاسپورټ موږ ته راکړي، موږ تاسو ته ټول معلومات درکوو چې دغه پاسپورټ څنګه او په کوم شکل اجرا شوی دی او چا په کې پیسې اخیستې دي."


قریشي دغه شان وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به په بېلابېلو ولایتونو کې د پاسپورټونو د اخیستلو اسانتیاوې هم برابرې شي.


پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو له پیل راهیسي په ولایتونو کې د پاسپورټونو د ویش لړۍ په وار وار درېدلې ده.


په پلازمېنه کې هم د پاسپورټ د اخیستلو لپاره د انلاین نوم لیکنې سره سره لا هم ډېری خلک د پاسپورټ د اخیستلو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus