Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د هند پوهنتونونو محصلان د دې هېواد ویزې غواړي

یو شمېر افغان محصلان چې په بېلابېلو برخو کې د هند بورسیې لري وایي، د سیاسي بدلونونو له امله زده کړو پاتې دي.


مومن ذاهد د سمنګان ولایت اوسېدونکی او د هند چنای ښار په یو انسټیټیوټ کې د ساینس او ټکنالوژۍ برحاله محصل دی.


دی وایي، دی چې تېر کال د کابل له سقوط یوه اونۍ مخکې افغانستان ته راغلی، په سبا یې د هند له سفارت څخه ایمیل تر لاسه کړ چې هند ته یې د بېرته ستنېدو ویزه لغوه شوې ده.


نوموړی زیاتوي: "یو کال کېږي له خپلو درسونو شا ته پاتې یم. زه د کابل له سقوط یوه اونۍ مخکې افغانستان ته راغلی یم او د هماغې ورځ په سبا د هند له سفارت څخه موږ ته ایمیل راغی چې د تحصلي ویزو په ګډون ټولې ویزې اکسپایر شوي، له هغه ورځې وروسته یې موږ ته ویزې رانه کړې. زموږ زده کړې د سیاستونو قرباني شوې."


اسحق صافی بیا د هند د ګوا پوهنتون محصل دی، چې له تېر یو کال راهیسې په افغانستان کې دی.


صافی وایي، ټولګيوال یې په هند کې له پوهنتونه فارغ شوي، خو دی د دغه هېواد د ویزې د نه تر لاسه کولو له امله ونه توانید، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.


هغه زیاتوي: "تقریباً یو کال کېږي چې دوه نیم زره افغان محصلین بند پاتې دي او هند یې ویزې کنسل کړي دي. زموږ ټولګيوال چې په هند کې دي ټول فارغ شول، خو زه تر اوسه د هند ویزې ته په تمه یم، خو تر اوسه مې هېڅ هم د هند له دولته نه دي اورېدلي او محصلینو ته یې هم هېڅ ځواب نه دی ویلی."


اوس چې هند له یو کلن ځنډ وروسته بیرته په کابل کې خپل سفارت فعال کړی، دا محصلین د ویزو د ورکړې غوښتونکي دي.


وحید الله ستانکزی، چې د هند د ګواه پوهنتون د احصایې په برخه کې د ماسټرۍ محصل دی، ازادي راډیو ته یې وویل: "د هند له سفارت نه زموږ غوښتنه دا ده چې د محصلینو ویزې دې زر تر زره ورکړي. پر موږ یې څومره مصرف وکړ، خو دا چې ویزې نه ورکول کېږي دا یوه ستره جفا ده، زموږ وخت ضایع شوی زموږ ویزې دې راکړي چې بېرته لاړ شو او نیمګړې زده کړې بشپړې کړو."


پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نږدې پنځه زره افغان محصلین چې په هند کې په لوړو زده کړو بوخت وو اوسمهال په افغانستان کې بند پاتې دي او د هند د حکومت له لوري د ویزو د نه ورکړې له امله له زده کړو له دوامه پاتې دي.


یو شمېر نور چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د لوړو زده کړو د دوام لپاره د هند په ځینو انسټیټیوټونو کې نوم لیکنې کړي، هم د هند د ویزو تر لاسه کولو ته په تمه دي.


وموغوښتل په دې اړه په کابل کې د هند سفارت او د طالبانو د حکومت د چارواکو نظر واخلو، خو د دې راپور تر خپرېدو نه د هند سفارت، نه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارتونو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.


د راپورونو له مخې، د هند حکومت له ۱۳۹۵ کال وروسته هر کال له زرو زیاتې وړیا بورسیې افغان محصلینو ته ورکولې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus