Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبانو تېر يوه کال کې د نشه يي موادو لسګونه قاچاق کوونکي نيولي

له دريو زرو کسانو څخه چې په تېر يوه کال کې د جنايي جرمونو په تور په کابل کې نيول شوي، تر درې سوه ډېر يې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي او خرڅوونکي دي.


د طالبانو حکومت یو کال وروسته د لومړي ځل لپاره په کابل کې د نشه يي موادو د توليد او قاچاقو د وضعيت په اړه راپور خپور کړ. دا راپور ښيي چې په کابل کې د نشه يي موادو د قاچاقو کچه لوړه ده.


د کابل د امنيې قوماندانۍ په دې راپور کې راغلي چې، د طالبانو د حکومت امنيتي ځواکونو په تېر يوه کال کې يوازې په کابل ښار کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې تر دوه سوه ډېر عمليات کړي دي.


د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي، په تېر يوه کال کې د لسګونو ټنو نورو نشه يي موادو تر څنګ يې تر شلو کيلوګرامو ډېره ښیښه او تر پنځوسو زرو ډېرې نشه يي ګولۍ نيولي دي.


هغه وویل: "د کابل د امنيې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مديريت او نورو منسوبينو ټول ټال ۲۳۶ عمليات کړي چې په نتيجه کې يې ۳۱۵ تورن اشخاص نيول شوي دي."


د طالبانو د حکومت د مشر فرمان چې د روان شمسي کال د حمل د مياشتې پر ۱۴مه نېټه خپور شو، په هغه کې د کوکنارو د کښت منع کولو تر څنګ دا يادونه هم شوې وه چې، د نشه يي موادو قاچاق کوونکي او خرڅوونکي به نيول کېږي او بيا به عدلي او قضايي ادارو ته سپارل کېږي.


خو په تېر يوه کال کې د ۳۱۵ تورنو اشخاصو په ګډون چې په کابل ښار کې نيول شوي، په نورو ولايتونو کې هم سلګونه قاچاق کوونکي نيول شوي، خو له دوی څخه يو يې هم نه دی محاکمه شوی او د محکمې له حکم پرته په توقيف خانو کې ساتل کېږي.


قانونپوه وحيد فرزه يي وايي، په افغانستان کې د عدالت او قضا وضعيت نامعلوم دی چې دې وضعيت د مشکوکو او تورنو اشخاصو لپاره شرایط سخت کړي دي.


هغه وویل: " که زموږ اوسني قوانين د اجرا وړ وي، باید له دې قوانینو سره سم اجراات وشي، که نوي قوانين نافذ کېږي باید ډېر ژر نافذ شي او دا برخه ليک معلوم شي چې یو تورن شخص باید څومره وخت په نظارت خانه او څومره وخت په توقیف خانه کې وساتل شي تر څو د جرم په اړه يې د محکمې حکم ثابت شي او تر هغه وروسته د زنداني په توګه د خپلو مجازاتو موده تېره کړي. "


که څه هم د طالبانو حکومت د تېر شمسي کال په ژمي کې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ومنله چې، څارنوالي او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمې بيرته فعالې شوي دي، خو دې مرکز تر شپږو مياشتو وروسته بيا هم د نشه يي موادو په برخه کې هيڅ تورن شخص نه دی محاکمه کړی.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus