د سوریې الباب کې د توغندي لګېدو له کبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د سوریې دا سیمه د ترکیې له ملاتړه د برخمنو ملېشه ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو څارونکو د سوریې دولتي ځواکونه د دې برید مسوول بللي او ویلي چې دا برید د ترکیې د هوايي ځواک د بمبارۍ په ځواب کې شوی دی.
د ترکیې د هوايي ځواک د تېرو ورځو په برید کې لږترلږه ۱۱ تنه سوري پوځیان او ملېشه وژل شوي وو.