Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هبت الله اخندزاده: د اړتیا په صورت کې به بیا امریکا سره وجنګېږو

د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده وایي، که اړتیا وي د شرعي حدودو د پلي کولو لپاره به یو ځل بیا امریکا سره وجنګېږي.


د طالبانو د حکومت مشر او رهبر ملا هبت الله اخندزاده یو ځل بیا امریکا ته خبرداری ورکړی چې د اسلامي شریعت د حدودو پلي کولو لپاره له دوی سره بلې جګړې ته چمتو دی.


که څه هم د طالبانو د حکومت د ویاندویانو له لوري رسنیو ته د نوموړي داسې وینا استول شوې چې بشپړه نه ده، خو د افغان اسلامي اژانس په ګډون ځینو رسنیو د ملا هبت الله د وینا په حواله د دې څرګندونو راپورونه ورکړي دي.


افغان اسلامي اژانس په راپور کې راغلي چې نوموړي له امریکا سره تعامل “خپله غلامي” بللې او ټینګار یې کړی چې په هېڅ قیمت به د شرعي حدود د جاري ساتلو پر د څرنګوالي پر سر له دغه هېواد سره تعامل ونه کړي.


د نوموړي په حواله راغلي: "زه له نړۍ سره د شریعت د نه تطبیق پرېکړه نه منم، ان که خپل ژوند هم له لاسه ورکړم، زه به یې ونه منم، زه به بیا له هغوی «امریکا» سره جګړه وکړم، دوی د بشري حقونو په پلمه د شریعت نه پلي کېدل غواړي، دا مسایل له دوی سره د دوحې په تړون کې نه دي منل شوي."


ملا هبت الله ویلي چې امریکا په نړۍ کې د ډیموکراسۍ د پلي کولو هڅه کوي، خو په افغانستان کې د دې ډول عمل لپاره هېڅ ځای نه شته.


ملا هبت الله اخندزاده وروسته له هغې دا څرګندونې پرون پنجشنه په کندهار کې په یوه غونډه کې وکړې چې له دې مخکې د جولای په ۲۹ په کابل کې د امریکا له لوري د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري وژل کېدو پر طالبانو د نړیوالو له لوري نیوکې او شکونو له دې امله زیات شوي چې ګواکي دوی له القاعدې ډلې سره لا هم پراخې اړیکې لري -هغه څه چې طالبان یې ردوي.


خو نوموړي د خلې د وینا په یوه برخه کې چې ازادي راډیو یې هم غږ په اختیار کې لري ټینګار کوي چې له نړۍ سره به د اسلامي شریعت او ملي ګټو پر بنسټ تعامل وکړي.


نوموړي تر دې مخکې هم د جولای په لومړۍ نېټه په کابل کې د دیني عالمانو په ستره غونډه کې ویلي وه په هېڅ صورت به د نړیوالو فشارونو ته تسلیم نه شي او تعامل به ورسره ونه کړي، ان که اټم بم هم پرې وکاروي.


بل خوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په همدې غونډه کې وویل دوی له سیمه‌ییزو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او اقتصاد محوره سیاست مو غوره کړی خو غواړي د دیپلوماټیکو اړیکو له لارې له نړیوالو سره اړیکې پراخې کړي.




خو د ساسي چارو ځینې پوهان وایي، د ملا هبت الله اخندزاده دا ډول څرګندونې نه یوازې دوی بلکې هېواد به لا د انزوا پر لور بوځي.


د سیاسي چارو پوه نجیب ازادي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیله تر دې دمه په افغانستان کې اکثره بشري حقونه نقض کړي چې له دې امله به هم هېڅ هېواد ورسره تعامل ونه کړي.


هغه وویل: "سلګونه نورې بېلګي دي چې له مخې په هېڅ عنوان طالبان له نړۍ سره د تعامل په لوري روان نه دي، بلکې له بده مرغه دوی افغانستان هم له نړۍ څخه انزوا ته بیولی، په داسې وضعیت کې به اصلاً شونی نه وی چې نور دې کوم هېواد ورسره تعامل وکړي."



که څه تم تر دې دمه د ملا هبت الله اخندزاده د دې خبرداري او څرګندونو په اړه امریکایي چارواکو څه نه دي ویلي خو وړاندې یې په بېلابېلو خبري ناستو او خبرپاڼو کې ټینګار کړی چې دوی لا هم طالبان تر نظر لاندې لري او په هېڅ صورت به ورته د امریکا پر ضد اقداماتو کولو ته اجازه ورنه کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus