Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نشنل انټرسټ: له دې وروسته افغانستان یوازې د واشنګټن ستونزه نه ده

نشنل انټرسټ:


له دې وروسته افغانستان یوازې د واشنګټن ستونزه نه ده، دا د نشنل انټرسټ امریکایي مجلې د یوې مقالې سرلیک دی.


لیکوال په غټو ټکو لیکلي، د افغانستان برخلیک ته پاملرنه له دې وروسته په لویه کچه د خپلو ګاونډیو چین، ایران او پاکستان او دغه راز روسیې پر غاړه ده.


لیکوال د دغې خبرې د اثبات لپاره د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغه خبرې را اخیستي چې تېر کال یې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو د پرېکړې پر مهال وکړې.


بایډن هغه مهال ویلي و، افغانستان او په پراخه توګه مرکزي اسیا د امریکا اصلي امنیتي او اقتصادي ګټې نه رانغاړي.


مقاله کې وړاندې راغلي، له کله چې امریکا له افغانستانه خپل ټول ځواکونه ایستلي، د سیمې قدرتونو له هغې ډلې روسیې او چین له افغانستان سره د نږدې کېدو لپاره احتیاطي ګامونه اخیستي دي.


لیکوال ویلي، دغه دواړه هېوادونه د دې لپاره غواړي افغانستان سره ځان نږدې کړي چې خپلې امنیتي اندېښنې لرې او په افغانستان کې د بشري وضعیت په کابو کولو کې برخه واخلي.


مقاله کې د پاکستان او ایران اړیکو ته هم اشاره شوې او راغلي، دا دوه ګاونډیان هم له افغانستان سره اړیکې غواړي.


د لیکوال په ټکو، پاکستان د تحریک طالبان پاکستان د له منځه وړلو لپاره د افغانستان له اوسني نظام یا د طالبانو له حکومت سره اړیکې لري او ایران بیا له داعشه وېره لري.


واشنګټن پوسټ:


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا په کور دننه او بهر د افغانستان د فعاله مېرمنو وروستیو اعتراضونو ته کتنه کړې ده.


په مطلب کې راغلي، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي او پر ښځو د فعالیت کړۍ تنګه شوې، په کابل کې معترضې ښځې په وار وار سړکونو ته راوتلي، خو د لیکوال د معلوماتو له مخې دا مظاهرې هر ځل په تاوتریخوالي پای ته رسېدلي دي.


د وروستي ځل لپاره تېره شنبه په کابل کې یو شمېر ښځې د " کار، ډوډۍ او ازادۍ" په شعارونو سره سړکونو ته راووتې، خو طالبانو یې د تیت او پرک کولو لپاره هوایي ډزې وکړې.


واشنګټن پوسټ لیکلي، د پخوانۍ ولسي جرګې د ښځینه غړو په ګډون سلګونه ښځینه فعالانې او سیاستوالې چې له افغانستانه بهر شوي، اوس یې ورځ تر بلې د خپلو حقونو د تامین لپاره غږونه اوچتېږي.


لیکوال ویلي، د دغو فعاله ښځو یوه زیاته برخه یې استانبول، اتن او تورنتو ښارونو کې ځای پر ځای شوي او په ګډه یې پر نړیوالو د خپلو حقونو د دفاع په خاطر فشار راوړی دی.


د طالبانو پر حکومت د دوی د واکمنۍ له لومړیو ورځو راهیسې نړیوالو فشارونه راوستي چې ښځو ته د ازادۍ، کار او تعلیم حقونه ورکړي، خو طالبانو دې غوښتنو ته تل همدا ځواب ورکړی چې د شرعي کړنلارو له مخې د ښځو حقونه تامینوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus