Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امريکا: د افغانستان بانک ته د کنګل شوې شتمنۍ د سپارلو پلان نه‌لرو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده‌ ایالات هیڅ داسې پلان نه‌لري چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ته کنګل شوې ۳،۵ میلیارد ډالر ورکړي، خو داسې لارې چارې لټوي چې دا پیسې مخامخ افغانانو ته ګټه ورسوي.


متحده‌ ایالات په ښکاره دا خبره په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته کوي.


له همدې امله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په خاوره کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدل هغه اندېښنې لا پیاوړې کوي چې ترهګرو ډلو ته د دې پیسو د لاس‌ته لوېدو د احتمال په اړه شته.


د متحده‌ ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دوی د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې دا پیسې مخامخ افغانانو ته ګټه ورسوي.


امریکا په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌ الظواهري له وژل کېدو وروسته، اندېښمنه ده چې هسې نه دا پیسې ترهګرو ډلو ته په لاس ورشي.




نېډ پرایس هم په خپلو خبرو دې ټکي ته اشاره وکړه.


نوموړي وويل: "په افغان خاوره کې د ایمن‌ الظواهري شتون، هغه هم داسې مهال چې د حقاني شبکې مشران پرې خبر و، هغه ژورې اندېښنې لا پیاوړې کوي چې موږ یې ترهګرو ډلو لاس ته د دې پیسو د احتمالي لوېدو په اړه لرو. اوس موږ د داسې لارو چارو په لټه کې یو چې په مټ یې د دې ۳،۵ میلیارده ډالرو اغېز او ګټه د افغانستان خلکو ته ورسېږي، داسې یوه لاره چاره چې ترهګرې ډلې او نور ترینه برخمن نه‌شي."


خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن سهار ازادي راډیو سره خبرو کې یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې دا پیسې باید ازادې شي.




ښاغلي مجاهد وويل: "امریکایان دا پیسې باید پرېږدي، هغه موضوع جلا ده چې دوی د افغانستان په حریم برید وکړ، هغه موږ غندلې او د تکرار د مخنیوي لپاره به یې هلې ځلې کېږي."


په ورته وخت کې د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي له CNN ټلوېزیون سره خپله مرکه کې د سپټمبر د یوولسمې پر قربانیانو د افغانانو د پیسو وېش ناسم کار بللی.


ښاغلي حامد کرزي ويلي: "له یوه قرباني څخه د پیسو اخيستل اوبل قرباني ته یې ورکول ناسم کار دی، په ځانګړي توګه له یوه ډېر بې‌وزله او ځپل شوي قرباني څخه د پیسو اخيستل او بل قرباني ته یې ورکول ناسم کار دی. دا پیسې د افغانانو دی، دا د هیڅ حکومت نه دي. د دې پیسو یوه لویه برخه زما د حکومت پر مهال راټولې شوي، خو دا پیسې د کرزي د حکومت او یا کوم بل حکومت نه دي، دا پیسې د افغانانو دي او امریکا متحده ایالات باید دا پیسې بېرته د افغانانو په واک کې ورکړي."




په ښکاره د متحده‌ ایالاتو وېره له دې ده چې د افغانستان دا نږدې ۷ میلیارده پانګه د ترهګرو ډلو لاس ته و نه لوېږي، په ځانګړي ډول داسې مهال چې د القاعده شبکې مشر په کابل کې ووژل شو.


خو طالبانو ویلي، په کابل کې د الظواهري د اوسېدو او وژل کېدو په اړه معلومات نه‌لري او په دې اړه څېړنه کوي، مګر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د دې څرګندونو په ځواب کې ویلي، دوی ډاډه دي چې الظواهري کابل کې و او کره اسناد شته چې هغه د دوی په برید کې وژل شوی دی.


ښاغلي پرایس زیاته کړې، طالبان کولای شي هر څه ووايي، خو حقیقت ویل د دوی په ګټه نه‌دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل پروني کنفرانس کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسېدلې او اوس دوی د پخوا په پرتله ښه او قوي موقف کې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus