Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان: د نجونو د ښوونځيو خلاصېدو طرحه نه‌ده وروستۍ شوې

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال تېریږي د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو طرحه تر اوسه نه ده وروستۍ شوې.


د دې وزارت مسؤلینو د سې شنبې په ورځ د تېر یو کال د حساب ورکولو په کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي خو په دې اړه د طالبانو د مشرتابه پرېکړې ته منتظر دي.


صابرې چې د کابل د یوه ښوونځي په یوولسم ټولګي کې زده کړې کولې، د ښوونځي د دروازو خلاصېدو ته شېبې شماري، خو وايي دا چې طالبانو په دې اړه تر اوسه هم لا کومه پرېکړه نه ده کړې ناهیلي يې ورځ تر بلې ډېریږي.




نوموړې وويل: "زه هره ورځ فکر کوم چې طالبان به اعلان وکړي چې ښوونځي خلاص شول او نجونې دې ښوونځيو ته لاړې شي، خو له بده مرغه چې تر اوسه مې دا خبره له طالبانو وانه‌ورېده، زه په بشپړ ډول ناهیلې شوې یم چې زموږ راتلونکی به څنګه کېږي."


خو دا یوازې د صابرې اندېښنه نه ده چې ښوونځي ته له تګ ګرځول شوې ده بلکې د سلګونه زره نجونو په وړاندې اوس مهال طالبانو د ښوونځي دروازې تړلي دي.


تازه پخواني ولسمشر حامد کرزي د المان غږ رادیو ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې لور يې لس کلنه ملاله اوس مهال له شپږم ټولګي د فراغت په حال کې ده او له دې وروسته به و نه‌شي کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.




دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د سې شنبې په ورځ د تېر یو کال د حساب ورکولو په کنفرانس کې وویل چې لا هم له اووم تر دولسم ټولګي د زده کړو د پیل طرحه وروستۍ شوې نه ده.


د دې وزارت ویاند عزیر احمد ریان وايي: "په ټول اسلامي امارت کې هیڅ چارواکی هغه که په لوړه کچه دی که په ټېټه د نجونو له زده کړو سره مخالف نه دي، خو د مېکانېزمونو په برخه کې، د طرحې، میتود، د وخت، پالیسۍ او تګلارې په برخو کې، داسې مسایل شته چې د اسلامي امارت مشرتابه او مسؤلین يې په اړه یوې پایلې ته نه دي رسېدلي، د مېکانېزم په برخه کې پرمختګ شوی دی خو وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي."


خو ښاغلي ریان ونه ویل چې دا طرحه به کله وروستۍ شي.


که څه هم طالبانو څو میاشتې مخکې ویلي وو چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم به له شپږمو ټولګیو د پورته نجونو په وړاندې ښوونځي پرانیزي خو د نړیوالو او کورنیو فشارونو او انتقادونو سره سره يې نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورنه‌کړه.


دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په یو تحلیلي ګزارش کې ویلي دي چې له زده کړو د نجونو له محرومېدو سره په تېرو دولسو میاشتو کې افغانستان ۵۰۰ میلیونه ډالره اقتصادي زیان کړی دی.


او که دغه لړۍ همداسې روانه وي او افغان نجونو ته دکار زمینه هم برابره نه‌شي، د دوی په نشتون کې ښايي د افغانستان اقتصاد په راتلونکو کلنو کې ۵ میلیارده ډالره زیان وویني.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus