Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

رئيس الوزرا: ټول ملت بايد د اسلامي نظام د پايښت لپاره همکاري وکړي

نن د زمري ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو او د پخواني جمهوري نظام د پرځېدو له لومړۍ کلیزې سره برابره ده.


د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حس اخند د کابل د نیولو په مناسبت یوه پیغام کې ټول ولس ته د دغې بریا مبارکي ورکړې.


نوموړي ویلي چې ټول ملت باید د دغې سترې بریا قدردانی وکړي او د اسلامي نظام د پایښت لپاره لا زیاته همکاري وکړي.


په دغه پیغام کې دغه راز له نړیوالو غوښتل شوي چې باید له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پياوړې کړي او زیاتوي: "موږ د هيڅ هېواد لپاره تهدید نه یوو، نور هېوادونه هم باید له افغانستان سره مثبت اونیک سیاسي او تجارتي تعامل ولري."




په تېر یوه کال نړیوالو د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې کړي خو د نړۍ هیڅ یوه هېواد یې حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.


په عین حال کې د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني وایي، ده په وروستیو شېبو کې له هېواده د وتلو پرېکړه د دې لپاره وکړه چې د ده په خبره طالبانو ته د تسلیمېدو د ذلت مخه ونیسي.


اشرف غني د امریکا سي ان ان ټلوېزیون ته ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه چې طالبان د کابل تر دروازو پورې رسېدلي و، د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې دی وروستی کس و چې پاتې و او ساتونکو یې له مخکې ځانونه ورک کړي و.




ښاغلي غني له دې مخکې له افغان خپروندوی شبکې سره په مرکه کې هم له افغانستانه د وتلو د پرېکړې دفاع کړې وه او ویلي و چې که پاتې وای نو ممکن د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب په برخلیک اخته شوی وای.


د نویمې لسیزې په دوهمه نیمایي کې چې طالبانو کابل ونیو، ډاکټر نجیب له خپل ورور سره چې په کابل کې یې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه اخیستې وه، ووژل شو او مړي يې په آریانا څلور لاره کې وځړول شول.


د طالبانو د واکمنۍ د یوې کلنې کلیزې په وړاندې غبرګون کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي چې د دې ټولنې غړي د افغانستان له خلکو او د دې هېواد او سیمې له ثبات، سوکالۍ او تلپاتې سولې سره ژمن دي.


هغه ویلي دغه چاره یوه ټولشموله سیاسي پروسې ته اړتیا لري چې د افغانستان ټول وګړي، نارینه او ښځینه په‌کې په مساوي او معنا لرونکي توګه ګډون وکړي او د بشري حقونو درناوی وشي.


د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک په یوه بیان کې ویلي چې نړیوال له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د دې هېواد ملاتړ ته ژمن دي.


هغې ویلي، یو رژیم چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي په هیڅ ډول رسمیت نه‌شي ترلاسه کولای خو زیاتوي چې که څه هم پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو کال پوره شو خو بیا هم موږ ته پکار ده چې د افغانستان خلک هیر نه‌کړو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus