Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د سېلابونو دوام؛ بېلابېلو ولايتونو کې ۴۰ تنه مړه شوي او سل ژوبل دي

له پرون راهیسې په پروان، ننګرهار، کاپیسا، ارزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې سېلابونو لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه کړي او سل نور یې ټپيان کړي.


پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي، دا شمېرې ابتدايي دي او ښايې زیاتوالی په‌کې راشي.


دا سېلابونه له تېرې شپې راهیسې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې  راوتلي چې د مرګ ‌‌ژوبلې په ګډون یې کورونه نړولي، کرنیزې ځمکې یې تخریب کړې او تر خوا یې نور مالي زیانونه هم اړولي دي.


پروان، ننګرهار، کاپیسا او ارزګان هغه ولایتونه دي چې تر اوسه یې ازادي راډیو د سېلابونو له امله خلکو ته د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه معلومات راټول کړي.




ازادي راډیو ته پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت له‌خوا د ورکړل شويو ابتدايي معلوماتو پر بنسټ، د تېرې شپې په سېلابونو کې په پروان، ننګرهار، کاپیسا او ارزګان کې لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه شوي او سل نور ټپیان دي.


د دې وزارت مرستيال شرف‌الدین مسلم نن سهار ازادي راډیو ته وویل، ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېرې زیاتې شي.


نوموړي وويل: "دقیق معلومات دا دي هلته ۱۹ تنه مړه شوي او ۹۲ تنه ټپيان دي، که څه هم اوازه ده چې ۳۰ تنه مړه دي، خو ځینې خلک ورک دي. همداسې د کاپیسا په تګاب او نجراب کې سېلابونه راغلي چې ۵ تنه یې مړه کړي او ۹ ټپیان دي. په ننګرهار کې بیخي ډېر سېلاب راغلي د مرکز لویه برخه یې نیولې، په یوه کور چت رالوېدلی، څلور ماشومان په‌کې مړه دي او نور لا دقیق معلومات نه‌شته."




خو په پروان کې طالب چارواکو بیا ازادي راډیو ته د مړو شویو شمېر ۳۱ تنه ښودلی دی.


همدا ډول په ارزګان کې هم طالب چارواکو د سېلابونو له امله د یوه ماشوم د مړینې خبر ورکړی دی.


د پروان شینواري او سیاګرد،د کاپیسا تګاب او نجراب او د ننګرهار د مرکز په ګډون سره رود او حصارک هغه ولسوالۍ دي چې سېلابونو ځپلي دي.


د ننګرهار د مرکز د بېز اکمالاتي سیمې یوه وکیل اسماعیل ازادي راډیو ته وویل، سېلابونو خلکو ته پراخ مالي زیان اړولی او سلګونه کورونه یې نړولي دي.


نوموړي وويل: "په مالي زیانونو کې نږدې ۵۰۰ تر ۶۰۰ کورونو یې ټول توکي وړي او همدا ډول ۱۵۰ کورونه یې بشپړ نړولي دي."


له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پراخ سېلابونه راوتلي او د مرګ‌ژوبلې سربېره یې خلکو ته ډېر مالي زیان هم اړولی دی.


افغانستان سږ کال د طبیعي پېښو له امله د بل هر وخت په پرتله ډېر ځپل شوی، هغه هم داسې مهال چې د خلکو اقتصاد تر ټولو ټيټې کچې ته را لوېدلی او بې‌وزلي تر ۹۵ سلنې رسېدلې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus