Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د مقاومت جبهې د طالبانو پر وړاندې د جګړې نوې کړنلاره اعلان کړه

د مقاومت ملي جبهې د طالبانو حکومت پر وړاندې د جګړې نوې کړنلاره اعلان کړه او له طالبانو سره جکړه یې خپله داعیه وبلله.


په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو د کال په پوره کېدو سره، د افغانستان د مقاومت ملي جبهې د دوی پر وړاندې د جګړې نوې کړنلاره اعلان کړه.


د جبهې په تازه کړنلاره کې طالبانو ته د "یاغیانو او د واک د غاصبینو" خطاب شوی، هغه کلمې چې طالبانو تل خپلو مخالفانو ته کارولي دي.


د ملي مقاومت جبهې په کړنلاره کې راغلي، سیاسي، ټولنیزو، قومي او نظریاتي توپیرونو ته له پام کولو پرته، د طالبانو پر ضد د ټولو مخالفینو يو ځای کول یې داعیه ده.


طالبانو لا تر اوسه د مقاومت ملي جبهې د کړنلارې د اعلان په اړه څه نه‌ دي ویلي، خو وړاندې یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د دوی پر ضد د هر ډول وسله‌‌وال مقاومت خبره رد کړې وه.


د مقاومت جبهې په کړنلاره کې دا هم راغلي، چې دوی په ټول افغانستان کې د غیر متمرکز او هغه نظام چې د خلکو د رایو پر بنسټ رامنځته شوی وي ملاتړ او درناوۍ کوي.


شنونکې شکریه بارکزۍ د مقاومت جبهې تازه کړنلارې په اشاره سره وايي، هغه نظام په افغانستان کې پایښت لري چې د خلکو د رایو پر بنسټ رامنځته شي.




نوموړې د غیر متمرکز نظام په اړه وضاحت ورکوي وايي: "هر غیرمتمرکز نظام د فدرالي نظام په معنی نه ده، هغه په دې معنی ده چې ولایتونو ته خپل واک او اختیار د بودیجې د مصرف ورکول کېږي. زه فکر نه کوم چې کومه ډله دې افغانستان تجزیې خواته یوسي. که افغانستان تجزیه کېدای نو اوس به وختي تجزیه شوی وای."


د افغانستان د مقاومت ملي جبهه داسې مهال دا کړنلاره خپروې چې په دې جبهې له دې امله، چې یوه ډلګۍ پرې حاکمه ده په ټولنیزو رسنیو کې انتقادونه هم مطرح دي.


د ټولنیزو رسنیو یو فعال ناجي بیکزاد په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: "تاسي صادقه وګورئ د مقاومت جبهه چې ظاهراً د ملي روستاړی له ځانه سره لېږدوي، له دې ټولو لوړو او لویو ادعاوو سره چې لري یې، بل څوک یې پیدا نه کړل، چې د اجراییه رییس په توګه یې معرفي کړي، چې احمد ولي یې ته یې دا موقف ورکړی دی؟"




د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د دغه انتقادونو په اړه له ښاغلي احمد ولي مسعود سره خبرې وکړي، خو نوموړي په دې اړه پوښتنه ځواب نه کړه او نه هم د دې جبهې نېږدې کسانو په دې اړه مونږ خبرې وکړې.


خو اغلې بارکزۍ د مقاومت جبهې او طالبانو د حکومت ترمنځ د قدرت انحصار کومه نوې خبره نه بولي وايي، هر څوک هڅه کوي قدرت ترلاسه کړي.


به ورته وخت کې د پخوانۍ ولسي جرګې د دارلانشا رییس او د سیاسي چارو شنونکی او عبدالقادر ځاځی په دې باور دی، چې جګړه د حل لاره نه ده او دواړې خواوې دې خبرو ته غاړه کېږدي.




ځاځی وايي: "زموږ غږ په نړیوالو، مقاومتیانو او همداراز طالبانو دا دی چې راټول دي شي او د اوس لپاره دې په یو موقتې ادارې هوکړه وکړي، داسې اداره چې ټول قومونه په کې ځان وویني. زما نظر دا دی چې په افغانستان کې اوس هېڅ ډول جنګي حالات یا مقاومت نتیجه نه ورکوي."


د ا کړنلاره او څرګندونې داسې مهال دي، چې سبا د اګسټ ۱۵ مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو یو کال پوره کېږي.


وروسته له هغې چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول، د مقاومت ملي جبهه چې احمد مسعود یې ځان مشر ګڼي، رامنځته شوه، چې وخت په وخت په پنجشېر، بغلان، کاپیسا، پروان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې د جګړو خبرونه خپروي.


که څه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي مخکې ویلي و، چې ایران ته په سفر کې یې د احمد مسعود په ګډون د ملي مقاومت جبهې له مشرانو سره کتلي او خبرې یې کړې دي، خو وروسته معلومه شوه چې دغه خبرو کومه نتیجه نه وه ورکړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus