Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې د سجادعلي په نوم یو پاکستانی محصل لادرکه شوی

کابل کې مېشت د سجادعلي په نوم د یو پاکستاني محصل کورنۍ وایي، نوموړی له تېرې یوې اونۍ راهیسې لادرکه شوی دی.


د سجادعلي د کورنۍ غړو ازادي راډیو ته وویل، هغه په کابل کې د سپین غر په نوم په یو خصوصي پوهنتون کې درس وایه او دوی یې له لادرکه کېدو وروسته په اړه هېڅ معلومات نه لري.


سجادعلي د خیبرپښتونخوا د سوات اوسېدونکی او په کابل کې د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د لسم سمستر محصل و.


د سجادعلي تره اشرف علي ازادي راډیو ته وویل، نوموړی د اګسټ له اومې نېټې راپدېخوا ورک دی.


اشرف علي وایي، هغه لومړی د قرغزستان پلازمېنه بشکیک کې په طب برخه کې زده کړې کولې خو کله چې یې د کرونا ویروس له امله پوهنتون کې قرنطین وضع شو، د اقتصادي ستونزو له امله نور ونه شول کړای په شخصي لګښت هلته واوسېږي.


هغه وویل، وراره یې سجادعلي د ځینو ملګرو په مرسته یې کابل کې سپین غر پوهنتون کې نوملیکنه وکړه او د خپلو قانوني اسنادو په درلودو سره یې په کابل کې زده کړې کولې.


نوموړي زیاته کړه: "تر اوسه پورې د ده په اړه چا هم څه نه دي ویلي، یونیورسټۍ (پوهنتون) والا او ملګرو سره مو یې چې خبرې کړي، هغه د لا علمۍ اظهار کړی چې موږ ته هېڅ معلومات نه شته چې چا لا درکه کړی دی. د طالبانو له حکومت څخه زموږ دا غوښتنه ده چې د سجاد په کتنه ( موندلو) کې دې زموږ سره مدد وکړي ځکه کورنۍ یې په بد وضعیت کې ده موږ ټول ورته اندېښمن یوو."


د اشرف علي په خبره، دوی سجاد علي کابل ته یوازې د لوړ زده کړو د د وروستیو دوو پاتې کلونو دورې د بشپړېدو لپاره استولی و.




سپین غر د لوړو زده کړو موسسه په ټول افغانستان کې دوه څانګې لري چې یوه یې په ننګرهار او بله د کابل ښار په اتمې حوزې اړوند کارته نو رحمن مېنه کې ده، چې په درېیو معالجوي طب، ستوماتولوژي او طبي ټکنالوجۍ په کې تدریس کېږي.


اشرف علي ازادي راډیو ته د سجاد علي د ملګرو د برېښنايي پیغامونو تصویرونه هم راستولي چې په کې د هغه ملګرو ورته ویلي، سجاد علي د طالبانو د استخباراتو ځواکونو له لوري وړل شوی او اوس د کابل ګلبهار سنټر سره نږدې د طالبانو د استخباراتو یو ریاست کې بندي دی.


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د خیبرپښتنخوا د دغه محصل په اړه د طالبانو د استخباراتو د ریاست معلومات واخلي، خو ویاند یې خلیل همراز یوازې دومره ولیکل: "تاسو یې بشپړ معلومات راولېږئ، پوښتنه به یې وکړو چې ایا رښتیا هم استخباراتي ځواکونو نیولی که نه؟"


که څه هم د سجاد علي کورنۍ وایي، چې په کابل کې یې د پاکستان سفارت سره دا موضوع شریکه کړې او د سفارت چارواکو ورته ویلي چې دوی دا موضوع د طالبانو حکومت سره څېړي، خو په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان او د رسنیو برخۍ کٌنسل طاهر نواز په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د کابل څانګې له مسوولینو هم معلومات واخلي، خو ونه توانېده.


په دې پوهنتون کې یو شمېر نور پاکستاني محصلان هم زده کړې کوي، چې د شمېر په اړه یې کره جزییات نه دي ورکړل شوي.


خو د دغو پاکستاني محصلانو یو استازي چې ویې نه غوښتل په راپور کې یې نوم او غږ خپور شي ازادي راډیو ته تایید کړل چې سجاد علي طالبانو بندي کړی او په خبره یې، د بندي کېدو لامل یې نه دی معلوم.


په کابل کې د دغه پاکستاني محصل د لا درکه کېدو خبر وروسته له هغه خپرېږي چې تېره اونۍ طالبانو د انس ملک په نوم یو پاکستانی خبریال چې له کابل څخه د ډبلیو آی او این خبري شبکې ته راپور ورکاوه نیولی و، چې ورځ وروسته بېرته خوشې شو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus