Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالب واکمني د يو کلنۍ په درشل کې؛ نړيوالو ورځپاڼو پرې تبصرې کړي

دوو کاناډايي ورځپاڼو، تورنتو سټار او ګلوبل نیوز په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د کال پوره کېدو ته په اشارې د افغانستان او افغانانو په اړه لیکنې خپرې کړي دي.


ګلوبل نيوز:


ګلوبل نیوز لیکلي، د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره شو خو افغانان ویره لري چې کاناډا دوی هېر کړي دي.


د ورځپاڼې اشاره هغو افغانانو ته ده چې له کاناډایانو سره یې کار کړی یا د کاناډا په مرسته یې د افغانستان لپاره کار کړی دی.


د دغو کسانو په منځ کې یوه هم سعدیه ده چې د تېر کال د اګست په پنځلسمه د طالبانو د واک ته رسېدو په ورځ په کابل کې له خپل دفتره وتښتېده او د خپلو ملګرو په کور کې پټه شوه. دا د ښځو په یوه پروژه کې، چې کاناډا یې مالي ملاتړ کاوه، منېجره وه.


ګلبول نیوز وايي، سعدیه پوهېده چې د طالبانو واک ته رسېدا څه معنا لري.


دا لا هم په افغانستان کې ده او وايي چې کاناډا پرېښوده.


ګلبول نیوز وايي د سعیدیې اصلي نوم نه ښيي ځکه چې هغې ته خطر پېښېږي.


تورنتو سټار ورځپاڼه:


تورنتو سټار ورځپاڼې بیا تر دې سرلیک لاندې چې:"افغانستان د طالبانو له واک ته رسېدو یو کال وروسته څنګه ښکاري؟" لیکنه خپره کړې ده.


تر دې عنوان لاندې یې یو عکس خپور کړی چې ګڼ افغانان په تېره بیا ماشومان ښيي چې یوې ډوډۍ ته یې لاسونه اوږده کړي دي.


دا عکس د افغانستان اوسنی وضعیت ښيي چې بېوزلي او اقتصادي بحران په‌کې څومره زیات شوی دی.


ورځپاڼه د ماشومانو د خوارځواکۍ، بې روزګارۍ او راتلونکې ته د افغانانو د هیلو د مړاوي کېدو یادونه کوي او زیاتوي، پر دې ستونزو سربېره وچکالۍ هم د افغانانو کړاوونه زیات کړي دي.


له دې سره هم‌مهاله د کاناډا مرستندویو موسسو د خپل هېواد له حکومته غوښتي چې له لوږې د میلیونونو افغانانو د ژغورلو لپاره پر افغانستان هغه بندیزونه پای ته ورسوي چې پر اساس یې په دغه هېواد کې د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې مخه نیسي.




دغو مؤسسو ویلي، د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره غبرګ په افغانستان کې وچکالي او نور بحرانونه راغلل چې که نوره بشري مرسته ونه شي، راتلونکی کال به په دغه هېواد کې لوږه او بېوزلي اوج ته ورسېږي.


د کاناډا په قانون کې طالبان د یوه ترهګر تحریک په توګه ثبت شوي او هر څوک چې طالبانو ته پیسې ورکړي، جرم ګڼل کېږي او دې مسلې د کاناډا د بشري مرستو موسسو ته خنډ پېښ کړی دی.


تورنتو سټار هم کاناډا افغانانو ته د مرستو په رسېدو کې د خنډ برخه بللې او لیکلي یې دي چې مرستو ته د افغانانو له سختې اړتیا سره سره هغه خوراکي مرسته چې کېدای شوای ۱۸۰۰ ماشومان پرې ماړه شي، په وروستیو کې د یوې کاناډا مېشتې خیریه مؤسسې له لوري په دې خاطر لغوه شوه چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پیسو او مرستو په لېږلو د کاناډا د حکومت له لوري بندیز دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus