Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بشرپالې ادارې: کاناډا دې افغانستان سره د اقتصادي راکړې ورکړې بنديزونه پای ته ورسوي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې اقتصادي بحران او لوږه په زیاتېدو ده، د بشرپالو ادارو یوه ايتلاف د کاناډا له حکومته غوښتي چې له لوږې د میلیونونو افغانانو د ژغورلو لپاره پر افغانستان هغه بندیزونه پای ته ورسوي چې پر اساس یې په دغه هېواد کې د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې مخه نیسي.


دغو موسسو ویلي، د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره غبرګ په افغانستان کې وچکالي او نور بحرانونه راغلل چې که نوره بشري مرسته ونه شي، راتلونکی کال به په دغه هېواد کې لوږه او بېوزلي اوج ته ورسېږي.


د کاناډا په قانون کې طالبان د یوه ترهګر تحریک په توګه ثبت شوي او هر څوک چې طالبانو ته پیسې ورکړي، جرم ګڼل کېږي چې دې مسلې د کاناډا د بشري مرستو موسسو ته خنډ پېښ کړی دی.


خو طالبان، چې تر اوسه پورې یې حکومت په نړۍ کې کوم هېواد په رسمیت نه پېژني، عملاً واک په لاس کې لري او له خلکو مالیه اخلي.


د تېر کال په اګست کې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو د توقع خلاف شدید بندیزونه ولګول، په تېره بیا د ښځو پر کار او تعلیم او دا کار د دې سبب کېږي چې ډېری حکومتونه په ډاډه زړه د طالبانو په اړه خپلې پالیسۍ نرمې نه کړای شي.




د کاناډا د اسلامي خیریه موسسې رئیسه ریحانه پاتیل وايي، مرستندویه موسسې په مستقیم ډول طالبانو ته پیسې نه ورکوي، خو دوی دې ته اړتیا لري چې په دغه هېواد کې ابتدايي شیان او خدمات په پیسو رانیسي.


دې زیاته کړه: "کله چې وایم، مالیه ورکوو، د دې معنا دا نه ده چې حکومت (د طالبانو) ته پیسې ورکوو. له بده مرغه په هر هېواد کې مالیه له هر شي سره تړلې ده."


د کاناډا د اسلامي خیریه موسسې ترڅنګ، د کاناډا سور صلیب، د کاناډا د پاملرنې موسسه (CARE Canada)، ورلډ وېژن او ګڼې نورې مرستندویې موسسې د هغه ايتلاف برخه دي چې د خپل هېواد پر حکومت غږ کوي چې د بشري اصولو په خاطر په اوسنیو قوانینو کې استثنا قایله شي.


اغلې پاټیل وايي، چې امریکا، برېتانیا او ګڼو اروپايي هېوادونو د بشرپالنې په خاطر د افغانستان حالاتو ته په کتو استثنا منلې ده.




د ورلډ وېژن د افغانستان ريیسې اسونتا چارلس (Asuntha Charles) وايي، د افغانستان حالت په رښتیا چې بوږنوونکی دی.


دې زیاته کړه، شاوخوا څلرویشت نیم میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې د هغو په منځ کې ۱۳ میلیونه یې ماشومان دي.


میلیونونه نور افغان ماشومان د خوړو د نشتوالي له کبله په خوارځواکۍ اخته دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus