Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نړیوالې ورځپانې د افغانستان په اړه څه وايي؟

میامي هرالډ:


د امریکا چاپ میامي هرالډ ورځپاڼې په افغانستان کې پر شیعه ګانو وروستیو حملو ته کتنه کړې.


ورځپاڼې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما د هغه بیان یادونه کړې چې وايي په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې په حملو کې له ۱۲۰ زیات کسان مړه او ټپیان شوي دي.


یوناما له طالبانو غوښتي دي چې د مذهبي اقلیتونو امنیت ټینګ کړي څو د نورو حملو مخنیوی وشي.


د پلازمېنې کابل پر شیعه مېشتو سیمو د جمعې او شنبې ورځو د بریدونو پړه د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې منلی ده.


میامي هرالډ د مطلب په دوام کې لیکي چې داعش ډلې د طالبانو له بیا واکمنېدو په راوروسته موده کې په افغانستان کې خونړۍ حملې کړې دي چې تر ډېره شیعه افغانان پکې په نښه شوي.


نیوزویک:


نیوزویک مجلې د هغو افغانانو وضعیت ته کتنه کړې ده چې د تېرکال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته متحدوایالتونو او بریتانیا ته کډه شوي دي.


د تېرکال له اګست میاشتې وروسته له ۹۰ زرو زیات افغان وګړي چې د نړیوالو ځواکونو همکاران وو، متحدوایالتونو او بریتانیا ته لېږدول شوي دي.


نیوزویک د مطلب په دوام لیکي، ډېری دا کسان چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد په جګړه کې د نړیوالو ځواکونو ترڅنګ ولاړ وو اوس په کوربه هېوادونو کې له ډېرو سختو شرایطو سره لاس ګریوان دي.


د مناسبو کورونو کمی یا نشتوالی، د دندو موندل او د خورا زیاتو اسنادو چمتو کول په مطلب کې د دې کډوالو لویې ستونزې بلل شوې دي.


مجله د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د بریتانیا د صدراعظم بوریس جانسن هغې وینا ته چې ویلي یې و، د افغانانو هرکلی د دوی ملي دنده ده اشاره کوي او د مطلب په دوام لیکي چې په امریکا او بریتانیا کې یو شمېر افغانانو ښه کورونه او ښې دندې لاس ته راوړې دي خو ځینې نور په خپل حال پرېښودل شوي او لازمه پاملرنه نه ورته کېږي.


د مطلب لیکوال زیاتوي، دې دواړو هېوادونو ژمنه کړې وه چې له سل زرو زیاتو افغان وګړو ته به د استوګنې او ژوند کولو امکان برابروي.


نیوزویک په نیویارک کې د افغانانو د کړۍ په نوم د یوې موسسې د غړي هیرف هیلوویتځ له قوله په خپل راپور کې لیکلي دي چې نوموړی وايي، افغانان له دې کبله خوشاله دي چې متحدوایالاتو ته راوستل شوي، خو د نوموړي په وینا د خپګان خبره دا ده چې اوس هم شاوخوا ۴۰ زره افغانان د مهاجرت دفترونو ته مراجعه کوي او د دوی د انتظار موده خورا زیاته اوږده شوې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus