Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا: طالبان د افغانانو ملاتړ نه لري

په افغانستان کې د امریکا مخکنی شارزدافیر راس ویلسن وايي، طالبان د افغانانو ملاتړ نه‌لري.


راس ویلسن چې د طالبانو له‌خوا د کابل د نیولو پر مهال په افغانستان کې د امریکا شارزدافیر و، واک ته د طالبانو رسېدل د دې ډلې د اوږدې جګړې پایله بولي.


ښاغلي ویلسن سکای نیوز سره مرکه کې ویلي، دا چې طالبان قدرت ته رسېدلي، په دې معنا نه‌ده چې ګنې د خلکو پراخ ملاتړ لري.




هغه زیاته کړه: "دوی له دې امله واک ته نه‌دي رسېدلي چې ګنې د افغانستان اکثریت خلکو غوښتل، بلکې له دې امله قدرت ته ورسېدل چې د نورو په پرتله یې سخته، اوږده او په پوره ژمنتیا جګړه وکړه. بل خبره دا ده چې دوی د خلکو ملاتړ نه‌لري او له همدې امله دوی او دا هېواد اوسمهال له یو لوړ ستونزو مخ دی."


د ازادي راډیو خبریال له طالبانو په افغانستان کې د امریکا د دې پخواني لوړپوړي ډیپلوماټ د څرګندونو په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ځواب ورنه کړ.


مګر له دې وړاندې د ښاغلي مجاهد په ګډون ډېرو طالب چارواکو دا خبره کړې چې ګنې واک ته د رسېدو لامل یې له دوی د خلکو ملاتړ دی.


خو د طالبانو له دې ادعا سره سره د دوی اوسني واکمني په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نیوکې او نظر څرګندول تر ډېره محدود شوي او خلک ځان سانسوروي، بیا هم له سختو نیوکو سره مخ ده.


طالبانو د نجونو ښوونځي تړلي، ښځې یې له کار منع کړي او تر خوا یې د بشري حقونو په نقض، د مخکني حکومت د سرتېرو او امنیتي ځواکونو او چارواکو په وژنو او د واک په انحصار تورن دي.




تر خوا یې په طالبانو دا تور هم پورې کېږي چې یوازې د خپلې ډلې کسانو ته دولتي چوکۍ ځانګړي کړي او د مخکني حکومت ډېری کسان یې هم په کور کړي دي.


خو طالبان دا تورونه ردوي.


خو د افغانستان په دې شارېدلې وضعیت کې په افغانستان کې د امریکا پخوانی شارزدافیر هغه نسل چې د امریکا او اروپايي ټولنې د حضور پر مهال پرې پانګونه شوې د افغانستان د بدلون لپاره یوه هیله بولي.


هغه زیاته کړه: "دا په دې معنا نه‌ده چې زه دا فکر کوم چې د طالبانو سقوط نږدې دی یا هغوی چې لویدیځ پلوه دي یا هم هغه کسان چې موږ پرې پانګونه کړې، د واک نیولو ته نږدې دي. مګر زه تر اوسه هم فکر کوم چې دوی دا میلیونونه کسان د بدلون لپاره یو قوت دی او وي به."


راس ویلسن که څه هم د طالبانو بیا ژر سقوط لېرې بولي، خو زیاتوي، دی اوس هم فکر کوي چې په افغانستان کې د بدلون لپاره میلیونونه روزل شوي کسان شته.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus