Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي

افغانان، زده‌کوونکي او ښوونکي له شپږم ټولګي‌ پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو په اړه د طالبانو د پوهنې وزارت څرګندونې ناسمې بولي‌.


طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، له تېر یوه کال راهیسې د نجونو د ښوونځيو د بندولو په اړه بېلابېل لاملونه په ګوته کړي او تر ټولو تازه یې د دوی د پوهنې وزارت د سرپرست څرګندونې دي.


نورالله منیر پرون دوشنبې خوست ته د سفر پر مهال ویلي، د نجونو یو شمېر ښوونځي د کلتوري محدوديتونو له امله تړل شوي دي‌.




خو افغانان، ښوونکي او زده‌کوونکي د نورالله منیر دا خبرې ناسمې بولي‌.


یوه ښوونکې نیلوفر وايي: "هېڅ سند نه‌شته چې طالبان ووايي، موږ خلک قانع کوو. همدا اوس زموږ له خپلوانو له دې امله چې نجونې یې ښوونځي ته نه شي تلای، خپل ټول شته یې پرېښودل‌ او ګاونډیو هېوادونو ته یې د خپلو نجونو د زده‌کړو لپاره کډه وکړه‌."


کابل مېشتې فروزان د طالبانو د پوهنې وزیر څرګندوني ردوي او وايي، طالبانو له راتګ وړاندې میلیونونه نجونې ښوونځيو ته تلې او زده‌کړه یې کوله‌.


هغې وویل: "زما له انده‌ هېڅ فرهنګي‌ ستونزه نه‌شته، ځکه د جمهوریت پر مهال نجونو درس وایه، تحصیل یې کاوه، کار یې کاوه او له سړو سره یوځای په ټولنه کې په ټولو چارو کې شریکې وې."


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزيزاحمد ریان د دې راپور تر خپرېدو د خلکو د نیوکو په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې.


طالبانو له دې وړاندې هم د نجونو د ښوونځيو د بندولو په اړه بېلابېلې خبرې کړي‌، چې کله یې شریعت بهانه نیولې، کله نصاب، کله هم د بودجې کمې او تازه کلتوري محدویت.


د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر دا هم ویلي چې دوی به د خلکو د راضي کولو وروسته له شپږم ټولګي‌ پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي‌.


خو د دوولسم ټولګي‌ زده‌کوونکې تمنا چې طالبانو پرې ښوونځی بند کړی، له دوی غواړي چې هر څه ژر ښوونځي بېرته پرانېزي.


هغه وايي: "غواړم وپوښتم ستونزه چېرې ده چې ښوونځي نه پرانستل کېږي‌؟ له اسلامي امارت زما غوښتنه دا ده چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي."


ها خوا د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي د جرمني له شپېګل‌ مجلې سره مرکه کې ټینګار کړی چې افغانان غواړي لوڼي‌ یې ښوونځيو ته ولاړ شي‌.


کرزي تور پورې کړی، چې له شپږم ټولګي‌ پورته د نجونو د ښوونځيو تړل د پاکستان پلان دی‌.




هغه په دې مرکه کې زیاته کړې: "د نجونو د زده‌کړو بندول د منزوي افغانستان په معنا دي‌ چې و نه شي کولای په خپلو پښو ودرېږي‌‌. د ښځو له زده‌کړو پرته د یوه مړه شوي هېواد په توګه‌ یوو‌."


سره له دې چې هره ورځ په کور دننه او له بهر له طالبانو د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه کېږي، خو‌ تر اوسه په دې اړه د هیلو کوم څرک نه‌شته‌.


له دې وړاندې طالبانو په دې اړه د يوې طرحې جوړولو خبره هم کړې، خو ښکاري چې هغه هم یوازې یوه بهانه وه‌.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus