Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

رسنۍ: طالبانو جرمني ته د يو شمېر افغانانو د تګ مخه نيولې

د جرمني یوې معتبرې رسنۍ خبر ورکړی چې طالبانو دې هېواد ته د یو شمېر افغانانو د تللو مخه نېولې.


شپېګل مجلې راپور ورکړی، په دې کسانو د جرمني له حکومت سره کارکوونکي او ترڅنګ یې هغه افغانان شامل دي چې ژوند ته یې ګواښ پېښ دی.


دا راپور چې پرون د یک‌شنبې په ورځ خپور شوی په‌کې راغلي، په افغانستان کې د جرمني له بېلابېلو ادارو سره د سیمه‌ییزو کارکوونکو، سیاسي فعالانو او هنرمندانو لپاره د برلین بېړنی پلان چې غوښتل یې دوی له افغانستانه وباسي، اوس‌مهال په ټپه درېدلی دی.


شپېګل زیاتوي، د جرمني هدف دا و چې د جولای او سپټمبر تر نیمایي پورې ۷۷۰۰ کسان خپل هېواد ته ولېږدوي، خو د جولای په میاشت کې یوازې ۱۰۴۴ افغانان جرمني ته ورسېدل او اوس د دې پلان پوره کېدل له حقیقت لېرې ښکاري.


دا مجله د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکي، له افغانستانه د وتو سرعت د پام وړ کم شوی دی.


راپور زیاتوي، په دې برخه کې لویه ستونزه دا ده چې طالبان یوازې هغو کسانو ته اجازه ورکوي چې سفر وکړي، کوم چې پاسپورټ لري، خو شپېګل لیکي، د اندېښنې خبره دا ده چې طالبان په ډېرې سختۍ سره خلکو ته پاسپورټونه ورکوي.




د شپېګل راپور کې دا هم لیکل شوي چې طالبانو هغه بسونه هم درولي چې له تورخم هاخوا ګاونډي پاکستان ته په‌کې هغه کسان اوښتل چې غوښتل یې له هغه ځایه جرمني ته ولاړ شي.


په جون میاشت کې د جرمني او پاکستان سره د یوې هوکړې پر بنسټ، په جرمني کې پخواني افغان کارکونکو ته اجازه ورکول کېږي چې بې له پاسپورټه پاکستان ته داخل شي، څو له هغه ځایه جرمني ته ولېږدول شي.


وروسته تر دې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په افغانستان واکمن شول، یو ډېر شمېر افغانان مجبور شول چې خپل وطن پرېږدي.


همدا ډول ډېرو بهرنیو هېوادونو د تخلیې پروسې له لارې په زرګونه افغانان چې له دوی سره یې کار کړی و او یا یې هم ژوند په خطر کې و، خپلو هېوادونو ته یوړل.




تر څنګ یې نږدې لس زره کسان داسې شته چې په شرایطو برابر دي او باید جرمني ته یوړل شي، خو د ډېرو ستونزو له امله یا په افغانستان یا هم په نورو ګاونډیو هېوادونو کې بند پاتې دي.


هڅه مو وکړه په دې اړه هغو کسانو سره، چې د سفر مخه یې نیول شوې هم خبرې وکړو خو بریالي نه شوو.


دغه شان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.


خو مخکې نوموړي ویلي وه، دوی به هر هغه چاته د سفر اجازه ورکړي، چې قانوني اسناد ولري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus