Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

زلنسکي: روسیې د زاپوریژیا په بمبارولو سره نړیوال ګواښ پېښ کړی

د اوکراین ولسمشر وایي، روسیې د زاپوریژیا د اټومي برښنا کوټ په بمبارولو سره "نړیوال ګواښ" پیښ کړی دی.


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، د زاپوریژیا اټومي برښنا کوټ شاوخوا سیمه کې وضعیت ډېر کړکېچن شوی دی.


زلنسکي پرون ماښام ولس ته په خپله ورځنۍ وینا کې روسیه د نړۍ لومړنی هېواد یاد کړ چې په خبره یې له اټومي برښنا کوټه د وحشت او وېرې په توګه کار اخلي.


زلنسکي وویل، د همدې " نړیوال ګواښ" رامنځته کولو په خاطر به دوی له نړۍ نه وغواړي چې پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي.




د اوکراین چارواکو ویلي، په دغه برښنا کوټ کې د برښنا د لوړ ولتاژ یو مزی د روسي ځواکونو له خوا بمبار شوی، خو زیاته کړې ده چې برښناکوټ لا فعاله دی او شاوخوا یې لا د راډیو اکتیف شعاوې نه دي کشف شوي.


د روسیې دفاع وزارت بیا د دغه برید پړه پر اوکرایني ځواکونو اچولې او ویلې یې دي، بخت یاري کړې چې د راډیو اکتیف شعاوې نه دي خپرې شوي.


د زاپوریژیا برښنا کوټ د روسیې له خوا د نیول شوي بندر ماریوپول شمال لویدیځ ته په نژدې ۲۰۰ کیلومتري واټن کې پروت دی.


دا برښنا کوټ له کله چې جګړه کې د روسي پوځیانو لاس ته ورغلی د مسکو تر څارنې لاندې دی، خو د فعالیت چارې يې اوکرایني کارګر مخته وړي.


پرون د اګست په ۶مه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي په اوکراین کې د اټومي برښنا کوټ پر بمبارولو ژوره اندېښنه وښوده او وې ویل: "د اټومي ناورین" ګواښ یې ډېر کړی دی.


ګروسي په یوه اعلامیه کې ویلي، د اروپا په تر ټولو لوی اټومي برښنا کوټ برید د اټومي ناورین ریښتینی ګواښ رامنځته کوي چې په خبره یې په اوکراین او نورو شاوخوا سیمو کې د عامو خلکو روغتیا او چاپېریال ته ګواښ پېښولی شي.


ګروسي په اوکراین کې د جګړې له دواړوو خواوو وغوښتل، چې اټومي سایټونو ته نژدې له پوره زغمه کار واخلي.


ده ویلي، اټومي سایټ ته نژدې پوځي فعالیتونه په هېڅ ډول د منلو نه دي او ټینګار یې کړی چې په هره بیه یې باید مخنیوی وشي.


نوموړي اټومي سایټونو ته نژدې هر ډول جنګي فعالیت له اور سره لوبې کول بللي او خبرداری یې ورکړی چې له مصیبته ډک عواقب درلودلی شي.


امریکایي رسنیو د پوځي کارپوهانو په حواله ویلي، دوی باور کوي چې اټومي برښنا کوټ ته نژدې دغه برید روسي پوځیانو کړی، ځکه د دوی په وینا اوکرایني پوځيان داسې خطر په ځان نه شي اخیستلی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus