Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل لویدیځ کې پرله پسې چاودنې؛ طالبانو ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي

د محرم د لسمې ورځې د مراسمو لپاره طالبانو په کابل کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي، خو د دې سربېره په تېرو دوو ورځو کې په دوو بریدونو کې شیعه افغانان په نښه شول او د دې دواړو حملو مسوولیت داعش خراسان څانګې منلی دی.


رویټرز اژانس د کابل په پل سوخته سیمه کې د پرونۍ چاودنې د قربانیانو شمېر ۸ او د ټپیانو ۲۲  یادوي.


د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند خالد ځدراڼ د چاودنې په لومړیو شېبو کې ازادي راډیو ته ویلي و، چې تلفات کم دي دومره نه دي لکه څومره چې یې ځینې رسنۍ شریکوي.


د پرون ورځې په پای کې د امنیه قومانداني په وینا دې چاودنې د دوو کسانو ژوند واخیست او دوه ویشت تنه نور یې ټپیان کړل.


د همدې سرچینې په وینا د یوه ټپي روغتیایي حالت نازک دی.


د کابل د شپږمې امنیتي حوزې امر مولوي ذبیح اله بیا سیمه ییزو رسنیو ته ویلي دي، چې درې ته وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوې دي.




خو رویټرز اژانس د ورکړیو تلفاتو سرچینه روغتیايي مسوولان او عینی شاهدان یادوي.


تر دې چاودنې یوه ورځ مخکې د کابل په بله شیعه مېشته سیمه، سرکاریز کې په چاودنه کې ۸ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.


د دې دواړو چاودنو مسوولیت داعش خراسان څانګې اخیستی دی.


دا پېښې د محرم د لسمې په درشل کې شوې دي.


ټاکل شوې ده، چې دا مراسم د دوشنبې په ورځ ترسره شي.


طالبانو له شیعه وو غوښتې دي، چې د محرم په لسمه د دوی په وینا په لارو کوڅو کې خلکو ته مزاحمت جوړ نه کړي.


په کابل کې د امنیه قوماندني ویاند خالد ځدراڼ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له اهل تشیع هېوادوالو سره په ګډه یو کمېسیون جوړ شوی دی څو د دوی د امنیت د لا ټینګښت څارنه وکړي همدا راز د پېښو په وخت ځانونه سیمې ته ورسوي، د دې ترڅنګ دوی ته ویل شوي دي چې تاسو به خپل مراسم تر خپلو امام بارګاهو پورې محدودوئ او په ښارونو کې به عامو افغانانو ته مزاحمت نه کوئ."


په افغانستان کې له څه باندې درې لسیزو راهیسې شیعه افغانان د عاشورا په ورځ د ښارونو لارو کوڅو ته راوځي او د امام حسین ویر کوي، تر دې مخکې به د سولې په کلونو کې دوی د تکیه خانو دننه د محرم د لسمې ورځ لمانځله.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus