Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امريکا له افغانستان د القاعده ډلې د احتمالي بريدونو په اړه اندېښنه ښودلې

د امریکا د اف. بی. ای مشر په افغانستان کې د القاعده مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته له دغه هېواده پر امریکا د دې ډلې د احتمالي بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې.


د FBI مشر کریسټوفر وري چې د پنجشنبې په ورځ يې د کانګرس د قضایي کمېټې ناسته کې خبرې کولې، وویل له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره هغه اندېښنه لري چې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو سرچینې به له لاسه ورکړي او په دې سره به لویه استخباراتي خلا رامنځته شي.


نوموړي ويلي: "په ځانګړې توګه اوس چې موږ له افغانستانه وتلي يو نو زه د منابعو د له لاسه تلو او د استخباراتي معلوماتو د راټولو په برخه کې ډېره اندېښنه لرم. موږ به هلته لويه استخباراتي تشه ولرو."


دا امریکایي چارواکی اندېښنه لري چې دا وضعیت به ددې سبب شي چې د القاعدې په ګډون نورې تروریستي ډلې هم پر امریکا د حملې کوښښ وکړې‎.


نوموړي وويل: "زه له دى احتماله ډېر ويرېږم چې القاعده هلته بيا سره منسجمه شي، د داعش خراسان څانګه له رامنځته کېدونکي ناوړه امنيتي تشې څخه استفاده وکړي او هلته وضعيت ته په کتو ان زه دلته په امريکا کې د ترهګرو په اړه انديښمن يم."




که څه هم طالبانو د FBI د مشر د څرګندونو په اړه مشخصا څه نه دي ویلي خو د طالبانو حکومت له پنځو ورځو چوپتیا وروسته پرون پنجشنبه د ایمن الظواهري په اړه په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې د نوموړي د اوسېدو په اړه بې خبري وښوده.


د طالبانو د حکومت په دې اعلامیه کې چې د طالبو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر خپره کړې راغلي، چې دوی خپلو کشفي او استخبارتي ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې د پېښې د مختلفو اړخونو په هکله هر اړخیزه او جدي څېړنه وکړي.


د اف.بی.ای مشر کرسټوفر وري دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کوي چې امریکا په افغانستان کې د القاعده مشر ایمن الظواهري د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د وژل کېدو اعلان کړی دی.


خو ځینې افغان امنیتي کارپوهان په دې باور دي چې په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدل به افغانستان یو ځل بیا د نیابتي جګړې پر لور بوځي.


له دې ډلې د امنیتي چارو پوه محمد اسحق اتمر ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښې نړۍ ته دا ثابته کړه چې په افغانستان کې لا هم ترهګرې ډلې موجودې دي او پالل کېږي.


نوموړي وويل: "یو څه چې واضیح شول دا دي چې دلته ترهګرې ډلې موجودې دي، دا چې دوی بیا نور هېوادونه ګواښي او یا د امریکا د ګټو لپاره ګواښ پېښولی شي کنه جلا خبره ده خو له بده مرغه اوس افغانستان د نیابتي جګړې جغرافیه ده او دا جغرافیه به د سیمې هېوادونو او نړیوالو ځواکونو له لوري د یو د بل نه په استفادې سره کارول کېږي."




وروسته له هغه چې امریکا د جولای په ۳۱مه په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ په کور دننه او بهر له افغانستانه د سیمې او نړیوالو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا د ګټو د ګواښلو په اړه پر طالبانو نیوکې او اندېښنې زیاتې شوي دي.


هڅه مو وکړه د دغو څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو او دا چې د دوی څېړنو کې د ایمن الظواهري په اړه تر دې دمه څه موندل شوي؟


د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي معلوماتو ته په تمه کړي یو، خو تر دې دمه يې څه نه دي ويلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus