Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

خليلزاد: حقانيانو د القاعده ډلې مشر ته پناه ورکړې وه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي دوی هيڅ کله د طالبانو پر مشرانو باور نه دی کړی او هغه حقانیان د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري ته د پناه ورکوونکو په توګه یادوي.


د افغانستان پلازمېنه کابل کې د القاعده د ډلې مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو تر اعلان وروسته د غبرګونو په لړ کې ځینې امریکایي او افغان پخوانیو چارواکو پر طالبانو نیوکې کړې کړي او وایي چې له دې ډلې سره د دوی اړیکې به طالبان او افغان ولس لا زیانمن کړي.


د دې غبرګونونو په ترڅ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد NPR د امریکا ملي عامه راډیو سره په مرکه کې حقانیان ایمن الظواهري ته د پناه ورکوونکو په توګه یاد کړي او ویلي یې دي چې په طالبانو کې ځینې عناصر "د دا شان کړنو په ترسره کولو "د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې له تړونه سرغړونې کوي.


نوموړي ويلي: "ځینو عناصرو د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه نقضوله او د حقانیانو دې کړنو د دوی نورې لاسته راوړنې اغېزمنې کړې دي، بل دا یې هېر کړي وو چې، له القاعدی څخه ملاتړ به دوی ته لوړه بیه ولري."


زلمي خلیلزاد وروسته له هغه دا خبره کړې چې د امریکا استخباراتو راپور ورکړی چې ایمن الظواهري د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په مېلمستون کې اوسېده-هغه څه چې طالبانو یې په اړه څه نه دي ویلي.




ښاغلی خلیلزاد وایي چې ښايي د طالبانو ځينو عناصرو له امريکا سره مرسته کړې وي چې د الظواهري د ځاى په اړه معلومات ورکړي.


که څه هم د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې په تړون کې ټینګار شوی چې طالبان به له ټولو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه القاعده سره اړیکې پرې کوي او وړاندې طالب چارواکو په ځلونو امریکا او نړیوالې ټولنې ته په پرلپسې بیانونو کې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد ګټه وانه‌خیستل شي او چا ته به ګواښ متوجه نه وي، خو په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژنې تر اعلان وروسته په افغانستان کې دننه او بهر پر طالبانو نیوکې او شکونه راپارولي.


زلمي خلیلزاد چې د دوحې تړون یې لیکلی او طالبانو سره یې د امریکا په استایتوب لاسلیک کړی وایي امریکا هيڅکله د طالبانو پر مشرانو باور نه دی کړی.


نوموړي ويلي: "ښه، موږ هیڅکله د طالبانو پر مشرتابه باور نه دی کړی، موږ دوی هغې هوکړې ته مسؤل ګڼلي چې له موږ سره یی کړې. خو په ورته مهال، موږ غوښتل چې دا ظرفیت ولرو او دا ظرفیت مو درلودلی چې د القاعدې او نورو هغو ډلو ځواب ووایو چې امریکا متحده ایالات ګواښي."




بلخوا په جنیوا کې د افغانستان ډیپلوماتیک ماموریت د یو بیان په خپرولو په کابل کې د الظواهري د وژل کېدو په اړه ویلي، چې دا د القاعدې او طالبانو ترمنځ شته اړیکې روښانه کوي.


په دې بیان کې راغلي چې: "د متحده ایالاتو د نظامي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو برید یو ځل بیا تایدوي چې طالبانو ترهګرو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او د افغانستان په خاوره یې د تېرېدو اجازه ورکړې، تر څو په هېواد او بهر کې د ترهګریزو بریدونو پلان کولو او ترسره کولو لپاره یې وکاروي."


دغه افغان ډپیلوماټیک ماموریت له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې دې د ټولو افغانانو، ښځو او نجونو بشري حقونه تامین او د ټول شموله حکومت جوړولو لپاره زمینه برابره کړي.


همدارنګه د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر په دې اړه په خپل یو ټویټ کې پر طالبانو غږ کړی، چې چاته اجازه ورنه‌کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شي.


هڅه مو وکړه د دغو څرګندونو او ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو خو ویاندویانو یې تر دې دمه زموږ پوښتنې نه دي ځواب کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus