Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې د الظواهري وژنه او اندېښنې؛ خلک: له بلې جګړې ويره لرو

په پلازمېنه کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته یو شمېر کابل ښاریان وايي، د وضعیت له خرابېدو نه وېره لري.


هغه کسان چې د کابل په شېرپور او ځينو نورو سيمو کې ژوند کوي وايي، وېره لري چې په افغانستان کې بله جګړه پلان شوې ده.


اجمل چې د کابل د شیرپور سیمې اوسېدونکی دی وايي،  له دې بريد وروسته دوى او د شیرپور نور ټول اوسیدونکې په وېره کې ژوند کوي.


نوموړی وايي: "زه خپله د شېرپور په سيمه کې اوسېږم. خلک ډېر ډارېږي. اوس هر څوک په دې فکر کې دي، چې بيا کومه جګړه نه وي پلان شوې، زه شخصاً وېرېږم، چې بيا جګړه پيل نه شي او خلکو ته مرګ ژوبله وانه‌وړي."


د پلازمېنې يو اوسېدونکي چې د برید له ځای څخه تګ راتګ کوي، د خپل نوم له اخیستو او غږ له خپرولو پرته ازادي راډيو ته وویل چې د برید په ځای کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه ده  او کله کله د پېښې ځای ته نږدې وسله وال هم لیدل کېږي.


دغه راز د کابل یو بل اوسېدونکی زر افشان د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو وروسته په دې باور دی چې ښايي د نورو ترهګرو ډلو مشران هم په کابل کې حضور ولري.


نوموړی وايي: "نن چې نورې ډلې زموږ په هېواد کې پراخ حضور لري، موږ اندېښمن یو چې بیا به په هېواد کې د جګړو او شخړو شاهدان یو."




بل لور ته د کابل ښار یو تن هټیوال حسیب الله ازادي راډيو ته وویل چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر موجودیت، چې اوس وايی وژل شوی خلک د خپل امنیت او راتلونکي په اړه مایوسه کړي دي.


نوموړی وايي چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د نوموړي وژل کېدو د خلکو په کار او تګ راتګ هم اغېز کړی دی.


هغه وويل: "له هغې ورځې راهیسې چې د القاعده شبکې مشر وژل شوی، خلک خپه دي، د ښار رنګ بدل شوی او کارونه یو ځل بیا کم شوي، د تېرې اوونۍ په څېر خلک په ډاډه زړه سودا نه اخلي او کارونه کم شوي دي."


خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دغې پېښې ته له اشارې پرته د امنیت د تامین خبره کوي.




نوموړی وايي: "زموږ د خلکو امنیت تامین دی او خلک ډاډه دي چې زموږ امنیتي ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنه‌کړي چې زموږ د خلکو امنیت ګډ وډ کړي."


د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د يکشنبې په ورځ د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه او ووژل شو.


اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولې لیکلي چې هغه کور چې د یکشنبې په ورځ په نښه شو د سراج الدین حقاني د یوه نږدې ملګري و.


د طالبانو حکومت د جزیاتو له ورکولو پرته یوازې دا برید غندلی او د نړیوالو اصولو خلاف یې بللی دی.


د پلازمېنې اوسیدونکي له وسله والو طالبانو غواړي، چې دوی دې د ترهګرو ډلو دا ډول خطرناکو مشرانو ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان کې و اوسي او په دې ډول دې  خلک نه تباه کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus