Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پټریوس: طالبانو اسامه بن لادن ته له پناه ورکولو درس وانه‌خیست

د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري د امریکا د اوسني ولسمشر جو بایډن په امر په کابل کې ووژل شو او د دې شبکې پخوانی مشر او مؤسس اسامه بن لادن د پخواني امریکايي ولسمشر بارک اوباما په امر ۱۱ کاله مخکې په پاکستان کې وژل شوی و.


د کابل په شېرپور کې د بې‌پيلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري د وژلو په ارتباط د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن نن په واشنګتن کې وویل: "د امریکا متحده ایالاتو په بریالیتوب سره د افغانستان په کابل کې هوایي برید ترسره کړ چې پایله کې یې د القاعده امیر ایمن‌الظواهري ووژل شو. تاسو پوهېږئ چې الظواهري د اسامه بن لادن یو مشر و، دی به تل له بن لادن سره اوسېده، پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې برید پر مهال هغه د القاعده دوهم نمبر مشر و."


ویل کېږي چې له الظواهري سره د ده د کورنۍ غړي هم په شېرپور کې وو، خو د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وویل چې د عملیاتو پر مهال هېڅ ملکي ته زیان نه‌دی اوښتی.


بایډن ټینګار وکړ چې امریکا به هېڅکله د دې اجازه ورنه‌کړي چې افغانستان د "ترهګرو په پناه‌ځای" بدل شي.


وروسته تر دې چې پروسږ کال امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل، دا لومړی ځل دی چې دوی په افغانستان کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید کړی او د القاعده شبکې مشر ۷۱ کلن ایمن‌الظواهري یې وواژه.




الظواهري وروسته تر دې د القاعده مشر شو چې اسامه بن لادن په ۲۰۱۱م کال کې د ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ په وخت د پاکستان په ابټ‌اباد کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ووژل شو.


د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د الظواهري د وژلو په ارتباط وویل چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې ترورېستي بریدونو ۲۰ کاله وروسته عدالت پر ځای شو او د دې ترهګریزو بریدونو یو اصلي طراح ووژل شو.




د الظواهري د وژلو په ارتباط د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا «سي‌ای‌اې» پخواني مشر ډېوېډ پټریوس وویل: "دا د دوامداره نږدې اړیکو انعکاس دی چې په ښکاره ډول د القاعدې او طالبانو ترمنځ لاهم شته."


پټریوس زیاته کړه چې طالبانو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته له پناه ورکولو درس وانه‌خیست.


ایمن‌الظواهري د مصر و، خو د القاعده شبکې مؤسس اسامه بن لادن د سعودي عربستان و او ریاض د القاعده د اوسني مشر الظواهري د وژلو د پېښې ستاینه وکړه.


د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي: "سعودي عربستان د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د اعلان هرکلی کوي چې د القاعده ترهګر مشر ایمن‌الظواهري په نښه شوی او وژل شوی."


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه په نړۍ کې د ترورېستانو یو مشر و چې په متحده ایالاتو، سعودي عربستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې یې د ناوړه ترهګریزو بریدنو د پلان جوړونې او اجرا کېدو مشري کوله.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus