Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژنې ته غبرګونونه

په کابل کې د ارګ په څو کیلومترۍ کې د امریکا هوايي برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژنې غبرګونونه پارولي دي.


د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ، چې امریکايي ځواکونو د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د جولای په ۳۰مه په خپل هستوګنځي کې په کابل کې وواژه.


د امریکا له دې اعلان وروسته چې ارګ سره په څو کیلومټرۍ کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وواژه، دې موضوع په افغانستان کې دننه پراخ بحث راپورته کړي.


د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، اوس باید افغانان او نړیواله ټولنه پر دې اندېښمنه شي چې چا د القاعده مشر ته پناه ورکړې وه.


دغه شان د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر مسعود اندرابي په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي: "په کابل کې د القاعده شبکې د مشر الظواهري وژل کېدل د سیمې او نړیوالو ترهګرو ډلو سره د طالبانو ژوره اړیکه ښيي."


هغه زیاته کړې، جدي اړتیا ده چې د کابل د اوسنیو واکمنو پر ضد چې په تېر کې هم د ترهګرو کوربانه و، نړیواله اجماع جوړه شي، څو د ترهګرۍ او افراطیت ګواښ مهار او افغانستان له غلامۍ وژغورل شي.


خو داسې مهال چې طالبانو په ځلونو له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو لرل رد کړي، د مخکني جمهور رییس محمد اشرف غني مخکني لومړي مرستیال امرالله صالح بیا لیکلي، اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شول او الظواهري د پاکستان د مستعمرې په زړه کې.


هغه دا هم ویلي چې اړتیا ده افغانستان له اوسني اسارت وژغورل شي.


خو مارشال عبدالرشید دوستم بیا د پوښتنې په ډول په خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د کابل په ډیپلوماټیکه سیمه کې د ایمن الظواهري وژل څه معنا لري؟


د هغه په خبره، ستونزه یوازې القاعده نه ده، بلکې طالبان د ټولو ترهګرو ډلو لپاره پراخه خوندي چتر دی.




یو مهم بحث اوس دا راپورته کېږي چې له طالبانو سره د امریکا د دوحې تړون پایله به څه شي، ځکه د دې تړون پر بنسټ، طالبان باید له ترهګرو ډلو سره هر ډول اړیکې پرې کړي او تر خوا یې امریکا باید د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام وکړي.


د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا په خپله ټویټرپاڼه همدا موضوع را اخيستې او لیکي، اوس تر بل هر وخت زیات د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې شوې هوکړه نقض شوې او اړتیا ده چې اروپايي ټولنه د امریکا متحده‌ایالات له دې هوکړې لاس په سر شي.


په افغانستان کې د طالبانو پر ضد وسله‌‌والو او سیاسي مخالفو جهتونو هم په دې اړه تبصرې کړي.


د ملي مقاومت جبهه چې د طالبانو پر ضد یې ټوپک پورته کړی، ویاند یې میثم نظري وايي، په تېر یو کال کې دوی په ځلونو ویلي چې الظواهري او د القاعده ډلې نور مشران بېرته افغانستان ته ستانه شوي او طالبان ور څخه د کابل په زړه کې ساتنه کوي.


هغه دا ادعا هم کړې چې افغانستان یو ځل بیا د القاعده لپاره په امن پټن‌ځای بدل شوی دی.


د جمهوري غوښتونکو په نوم نوي جوړ شوي سیاسي خوځښت هم ویلي، په افغانستان کې د ایمن‌الظواهري وژل کېدو د افغانستان سیمې او نړۍ په کچه بېلابېلې پوښتنې را ولاړې کړې دي.


د دې خوځښت ویاند شاه محمود میاخېل په خپله فېس بوک پاڼه ادعا کړې او ویلي يې دي، دې برید دا ثابته کړه چې د طالبانو، القاعده او نورو ترهګرو ډلو تر منځ اړیکې شته.


هغه زیاته کړې، طالبانو نه یوازې دا چې د ده په خبره اشغال نه دی ختم کړی، بلکې غواړي افغانستان یوې نیابتي جګړې ته داخل کړي.


طالب چارواکو په وار وار ویلي، چې د القاعده په ګډون له هیڅ یوې ترهګرې ډلې سره اړیکې نه لري.


په ورته مهال سعودي عربستان د القاعده د مشر الظواهري د وژلو د پېښې ستاینه وکړه.


د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي: "سعودي عربستان د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د اعلان هرکلی کوي چې د القاعده ترهګر مشر ایمن‌الظواهري په نښه شوی او وژل شوی."


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه په نړۍ کې د ترورېستانو یو مشر و چې په متحده ایالاتو، سعودي عربستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې یې د ناوړه ترهګریزو بریدنو د پلان جوړونې او اجرا کېدو مشري کوله.


ورته مهال د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د الظواهري د وژلو په ارتباط وویل، چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې ترورېستي بریدونو ۲۰ کاله وروسته عدالت پر ځای شو او د دې ترهګریزو بریدونو یو اصلي طراح ووژل شو.




امریکایي رسنیو د هغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، چې پر الظواهري د یکشنبې د جولای ۳۱مه د سهار په ۶ بجو او اتلسو دقیقو بې پیلوټه الوتکې برید وکړ.


د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل: "د امریکا متحده ایالتونو په بریالیتوب سره د افغانستان په کابل کې هوایي برید ترسره کړ چې پایله کې یې د القاعده امیر ایمن الظواهري ووژل شو. تاسو پوهېږئ چې الظواهري د اسامه بن لادن یو مشر و، دی به تل له بن لادن سره اوسېده، پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې نېټې برید پر مهال هغه د القاعده دوهم نمبر مشر و. هغه په ژوره توګه دغه برید کې شامل و. هغه د دې برید چې پایله کې یې ۲۹۷۷ خلک ووژل شول مسوول و. هغه له لسیزو راپه دې خوا د امریکایانو پر ضد حملې پلانولې."


پر امریکا د ۲۰۰۱ کال له برید وروسته الظواهري متحدو ایالتونو ته یو لوی هدف و او د هغه پر سر یې ۲۵ میلیونه ډالره جایزه ایښې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus