Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې د پاکستاني پلاوي مشر له ټي ټي پي سره خبرو ته هيله‌مندي ښودلې

افغانستان ته د تللي پاکستاني پلاوي مشر وايي، له پاکستاني طالبانو سره که څه هم خبرې په مقدماتي مسایلو روانې دي، خو په اړه‌یې خوشبیني ښيي.


د دغه پلاوي مشر او د خېبر پښتونخوا د وزير اعلی د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سېف مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي، د دواړو خواوو نه ځینې غوښتنې مطرح شوې دي.


خو دغه پلاوي تر سفر وروسته د پاکستاني طالبانو سره د خبرو د جزیاتو پر ځای ویلي: "افغانستان ته د سفر پر مهال یې له طالب چارواکو سره خبرې کړي او دا سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا، ګډو ګټو او ثبات لپاره ډېر مهم و."


کابل ته په سفر کې د پاکستاني پلاوی مشر وايي، له پاکستاني طالبانو سره پرون یکشنبه دوی درې پړاوه خبرې کړې دي.


د دغه پلاوي مشر او د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سېف مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي، په دغه خبرو کې د دواړو خواوو نه ځني غوښتنې مطرح شوې دي.




نوموړي ويلي: "څه د هغوی غوښتنې دي او څه زموږ غوښتنې دي، په هغې کې یو د فاټا د انضمام غوښتنه ده او زموږ له اړخه دا ده، چې تاسې چې کله پاکستان ته راتګ وشي ستاسې په تنظیمي حیثيت به خبرې اترې کېږي."


دا پلاوی چې د شنبې په ورځ کابل ته رسېدلی د مذاکراتو ورځې یې څلور ښودل شوي دي.


پاکستاني رسنیو د دې کسانو شمېر چې د پاکستان د پارلمان یو شمېر غړي او قبایلي مشران په‌کې دي ۱۲ او ځینو ۱۷ تنه ښودلي دي.


د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال طاهر خان وايي، د دې پلاوي جوړښت او غونډې د هغو ناستو دوام دی چې د جون په لومړیو کې کابل ته راغلي وو او له پاکستاني طالبانو سره یې په اوربند هوکړه کړې وه.


نوموړی وايي: "د جون په لومړۍ او دویمه چې پاکستاني طالبانو سره کومې خبرې شوې وې، په کوم چې اوربند تر نا معلومې نېټې اعلان شوی و. هغه وخت هغوی خپلې غوښتنې له دوی سره شریکې کړې وې، دوی ته ورته ویلي، هغو کسانو سره به چې پاکستاني طالبانو سره خبرې کوي، دا وړاندیزونه شریکوي بیا به ورته ځواب ورکوي. هغه مهال هغوی خپل شرایط ویلي و."


دا پلاوی وروسته تر دې کابل ته سفر کوي چې ترې وړاندې د جولای په ۲۶مه د تقي عثماني په مشرۍ د دیني عالمانو یو بل اته‌کسیز هییت هم کابل ته راغلی و.




پاکستاني رسنیو او چارواکو کابل ته د مخکني پلاوي د سفر هدف هم له پاکستاني طالبانو سره خبرې ښودلې وې، خو تقي عثماني له کابله تر ستنېدو وروسته په خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "افغانستان ته د سفر پر مهال یې له طالب چارواکو سره خبرې کړي او دا سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا، ګډو ګټو او ثبات لپاره ډېر مهم و."


هغه په خپله دې لیکنه کې له پاکستاني طالبانو سره خبرو ته هیڅ اشاره نه‌ده‌کړې.


طالب چارواکي کابل ته د پاکستاني پلاوو د سفرونو په اړه چپ دي، خو وړاندې یې ویلي و، د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ یې د خبرو تسهیل کوونکی رول لوبوي.


خو د سیاسي چارو شنونکی اسحق اتمر بیا د پاکستاني پلاوو دا سفرونه استخباراتي لوبه او په افغانستان کې د خپلو پراخو لاس‌وهنو لپاره د زمینې برابرول بولي.


نوموړی وايي: "د پاکستان مهم هدف دا دی چې دوی په دې بهانه په افغانستان کې د لاس‌وهنې لپاره اجنډا جوړه کړي او په افغانستان کې لاس‌وهنه او مداخله وکړي."


د جمهوري نظام پر مهال افغان چارواکو پاکستان تورناوه چې په افغانستان د جګړې لپاره له طالبانو ملاتړ کوي او خوندي ځایونه یې ورته جوړ کړي دي، خو بر عکس پاکستان تور لګاوه چې پاکستاني طالبان افغانستان کې مېشت دي.


هغه ادعا چې افغان چارواکو تل رد کړې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus