Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینه وځنډوله

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی، چې د کانکور ازموینه به د وږي یا سنبلې له میاشتې وروسته واخلي.


سره له دې چې له ۱۴۰۱ تحصیلي کال میاشتې تېرېږي، خو سږ کال د نورو کلونو بر خلاف د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت لخوا د کانکور ازموینه نه ده اخیستل شوې.


د دې وزارت ویاند احمد تقي ازادي راډيو ته په یوه رالېږلي ويډيويي پیغام کې د کانکور ازموینې د اخیستلو دقیق وخت نه دی ښودلی، خو د د ځنډېډو د لاملونو په اړه یې ویلي دي.


هغه وویل: "تاسې ته به معلومات وي چې د کرونا د خپرېدو او په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له وجې د زده کړو بهیر ځنډېدلی و. هغه محصلان چې اوس یې وروستی کال او وروستی سمستر دی، تر اوسه نه دي فارغ شوي او کله چې هغوی فارغ شوي، نويو محصلانو ته به د جذب زمینه برابره شي."


نوموړي زیاته کړې ده، چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د کانکور ازموینه به په شفاف ډول د وږي له میاشتې وروسته واخلي.


د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت له دې اعلان وروسته د ۱۲ ټولګیو هغه فارغان چې د کانکور لپاره یې تیاری نیولی دی، د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.


معروف چې تېر کال له دولسم ټولګي فارغ شوی دی، ازادي راډيو ته یې وویل: "زه چې له ښوونځي فارغ شوم، د کانکور د تیاري کورسونه مې تعقیب کړل او د کانکور لپاره مې ښه تیاری نیولی خو اوس اندېښمن یم چې د کانکور ازموېنه به واخیستل شي که نه."


دغه راز غفور هم چې تېر کال له دولسم ټولګي فارغ شوی وايي: "په دې هیله چې سږ کال د کانکور ازموینه ورکړم او د خپلې خوښې رشتې ته کامیاب شم. ډېر درس مې ویلی دی خو له بده مرغه چې تر اوسه د کانکور امتحان وانخیستل شوه او باور نه لرم چې له وږي میاشتې وروسته به هم واخیستل شي."


د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په کانکور ازموېنه کې د نجونو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.




د تېر حکومت د لوړو زده کړو یو مقام، چې ویې نه غوښتل په راپور کې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، په تېرو کلونو کې د کانکور ازموېنه د وري په میاشت کې پیلېده او د چنګاښ تر میاشت یې دوام کاوه چې پایلې به یې هم د زمري په میاشت کې اعلانېدې.


خو د طالبانو له واکمنېدو سره د افغانستان تحصیلي او تعلیمي بهیر هم له دې بدله متاثره شوی او له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د تړلو ترڅنګ طالبانو په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو ټولګي هم بېل کړي دي.


د دې ترڅنګ د پوهنتونونو ډېر استادان بهر ته تللي او یا هم د طالبانو د حکومت له لوري له دندو لرې شوې دي چې له دې امله دولتي پوهنتونونه اوس د استادانو له کمښت سره مخ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus