Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل ښاروالۍ: خلک دې د خپلو ودانیو د جوړولو چارې بېرته پیل کړي

د طالبانو په مشرۍ کابل ښاروالۍ اعلان کړی، چې خلک کولای شي له دې وروسته د خپلو ودانیو د جوړولو چارې بېرته پیل کړي.


د طالبانو په مشرۍ کابل ښاروالۍ وایي، دغه اداره د ښار د معیاري پراختیا، د کار د رامنځته کولو او اقتصادي خوځښت د رامنځته کولو لپاره غواړي هغو کسانو ته چې غواړي لوړ پوړې ودانۍ جوړې کړي، اسانتیاوې رامنځته کړي.


د دې ادارې ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل: "هغه کسان چې فعلاً ځمکې لري او غواړي ساختمان او لوړ پوړې ودانۍ جوړې کړي په راحتۍ سره کولای شي کابل ښاروالۍ ته راشي او د ملکیت له تثبیت پروسې وروسته که شرعي یا عرفي قباله ولري، چې د اراضي ادارې دنده ده، له هغه وروسته کابل ښاروالۍ ورته په درېیو ورځو کې جواز ورکوي تر څو خپلې چارې پیل کړي."


بارکزی وایي، هغو کسانو چې په مخکیني حکومت کې یې جوازونه تر لاسه کړي کولای شي د هماغو جوزاونو له مخې خپلو چارو ته دوام ورکړي.


نوموړي زیاتوي، خو هغو کسانو چې حکومت کې یې جوازونه تر لاسه کړي خو سرغړونه یې کړې او د کابل ښاروالۍ د معیارونو له مخې یې خپل کارونه مخته نه دي وړي، باید کابل ښاروالۍ ته ورشي او د څېړنې هیئت تر تعینېدو وروسته، چې د تضمین پیسې به ترې اخیستل کېږي او دا کسان د نوي قانون تر جوړېدو کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي.


یو شمېر هغه کسان، چې په ودانیزو چارو کار کوي له دې اقدامه هرکلی کوي خو وایي، چې اقتصادي ناورین او د ساختماني توکو د بیو د لوړوالی هغه لاملونه دي که دوی ته جواز هم ورکړل شي، نه شي کولای په دې برخه کې خپل کار ته دوام وکړي.


له دې ډلې شکېب اکبري ازادي راډیو ته وویل: "فعلاً خو ټول ساختماني توکي ګران دي، داسې پېردونکی چې ساختماني توکي وپېري نه شته. که شته هم په ډېره کمه بیه یې پېري، چې ان په هغه قیمت تمام شوي هم نه دي."


د اکبري په خبره د ساختماني توکو د وارداتو کمېدل او د افغانستان د بانکي زېرمو کنګلېدل په دې برخه کې له مهمو ستونزو دي.


د طالبانو په مشرۍ کابل ښاروالۍ په داسې حال کې د ساختماني چارو د دوام خبره کوي، چې دې ادارې څه موده مخکې خلکو ته اعلان کړی و، چې د ودانیزو چارو قوانینو د جوړولو او پړواونو تر روښانه کېدو دې د خپلو تعمیرونو د جوړولو چارې وځنډوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus