Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

میامي هرالډ: داعش د طالبانو بیا واکمنۍ ته لوی ګواښ دی

میامي هرالډ:


میامي هرالډ ورځپاڼه په کابل کې د کرکټ په لوبغالي کې د شپږیزي ټورنمنټ پرمهال د جمعې د ورځې پر چاودنه لیکنه خپره کړې ده.


دا امریکایۍ خپرونه لیکي، چې د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.


په دې چاودنه کې د طالبانو په وینا دوه تنه وژل شوي او دولس تنه ټپیان شوې دي خو د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوټیرش په یوه ټویټ کې دا برید وغانده او ویې لیکل چې په دې چاودنه کې نولس تنه وژل شوې دي.


میامي هیرالډ لیکي که اوس د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی؛ په وروستیو کې چې په کابل کې کومې چاودنې شوې دي د اسلامي دولت خراسان څانګې یې مسوولیت منلی دی.


د داعش دا ډله له دوه زره څوارلسم کال راپه دې خوا په افغانستان کې فعاله ده او د ورځپاڼې په باور داعش خراسان څانګه د طالبانو بیا واکمنۍ ته لوی ګواښ دی.


خپرونه وړاندې لیکي، کله چې پروسږکال طالبانو کابل ونیو، دوی هم دستي د داعش په ځپلو پسې راواخیسته.


میل ان لاین:


میل ان لاین خپرونې هم په کابل کې د کرکټ په لوبغالي کې د جمعې د ورځې د چاودنې په اړه لیکنه خپره کړې ده او لیکي، چې د بند امیر او پامیر زلمي لوبډلو ترمنځ د لوبې پرمهال د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی. میل ان لاین لیکي چې کرکټ د افغانانو ډېر خوښېږي او په دې هېواد کې کرکټ لوبه ډېر مینه وال لري.


میل ان لاین له خپلې خپرې کړې مقالې سره د طالبانو عکسونه خپاره کړې دي، چې اسوشیتد پریس اژانس اخیستې دي.


دا عکسونه په کابل کې اخیستل شوې دي او په یوه عکس کې د طالبانو وسله وال د ښار په منځ کې د یوه زغروال ګاډي پر سر ولاړ دی، په بل کې یې یوه بایسکل سپاره ته وسله نیولې چې تلاشي ته ودرېږي نور عکسونه هم د تلاشي د وخت دي.


ایرش ټایمز:


د لویدیځ یوې بلې خپرونې بیا له افغانستانه د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د یوې افغانې د کډوالۍ کیسه رااخیستې ده.


ایرش ټایمز لیکي خاطرې صمیم له نارینه سره د ښځو د حقونو د تساوي لپاره مبارزه کوله او په همدې تړاو یې له یوې این جي او سره په افغانستان کې کار کاوه.


دې ایرش ټایمز ته ویلي دي، چې د دې هڅو ته طالبانو په شرعي سترګه نه کتل نو په دې پسې ګرځېدل، دا به کله یو ځای کله بل ځای پټه وه، خو دا ژر وتوانېده چې د ایرلنډ ویزه واخلي او د کورنۍ غړیو یې هم دا ویزه ترلاسه کړه، خو د هغوی د پاسپورټونو تاریخ تېر شوی و ځکه پاتې شول او د طالبانو د واکمنۍ نوې میاشت پوره شوې وه چې دا ایرلنډ ته ورسېده.


د دې تر تګ وروسته د دې ماشومان او مېړه پاکستان ته ولاړل، هلته پاکستاني پولیسو د دې خاوند ونیو چې بیا د ایرلنډ د سفارت په هڅو خوشې شو او وروسته له نهه میاشتو ایرلنډ ته ولاړل.


ایرلنډ تر اوسه پنځه سوه پنځه څلویښت افغانانو ته ویزې ورکړې دي، چې له دې ډلې دوه نوي تنه لاهم په افغانستان کې پاتې دي او د دې کسانو پاسپورټونه نه دي تمدید شوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus