په کابل کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل، په دې کور کې څوک نه اوسېدل او پېښه مرګژوبله نهلري.
هاخوا یو شمېر کابل مېشتي وايي، نن سهار یې د درې چاودنو غږونه اورېدلي.
ویل کېږي، چې د کابل په دهمزنګ سیمه کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
خو طالب چارواکي په دې اړه څه نه وايي.