Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د امريکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د وروستيو تماسونو په اړه د ټايم مجلې تبصره

ټايم مجله:


له امریکا خپریدونکي ټایم مجلې د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو او طالبانو ترمنځ وروستیو تماسونو ته په پام ویلي، یو امریکايي پلاوي په ازبکستان کې د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره کتلي دي څو په افغانستان کې د کړکېچن بشري وضعیت او د افغانستان بانک د شا او خوا درې نیم میلیارده ډالرو کنګل شوې پانګې پر ازادېدو خبرې وکړي.


د ټایم په وینا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویست او د امریکا د خزانې وزارت مرستیال وبراین نلسن په دې لیدنو کې د امریکايي پلاوي مشري کوله.


د ټایم مجله زیاتوي، دا لیدنه د دواړو لورو ترمنځ د خبرو تازه پړاو دی، ځکه د بایډن اداره د یو داسې مېکانیزم په لټه ده چې افغانستان ته اجازه ورکوي څو له خپلو بانکي زېرمو استفاده وکړي خو په عین حال کې وکولی شي دې پانګې ته د طالبانو لاسرسی محدود کړي.


د ټایم په وینا، د طالبانو په مشرۍ حکومت همدارنګه هڅه کوي چې د افغانستان هغه اقتصاد بهتره کړي چې له دې هېواد څخه د امریکا د متحدو ایالتونو په وتلو او پر افغانستان د تېر کال د اګست په میاشت کې طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالو بندیزونو او رکود سره مخ دی.


ټایم مجله زیاتوي، له یو کال راهيسې افغانستان هغه نړیوالې مرستې چې ددې هېواد د ناخالص عاید څلوېښت سلنه یې جوړوله له لاسه ورکړي او څو ځل یې د ملګرو ملتونو څخه د ملاتړ غوښتنه کړې چې وايي میليونونه افغانان له لوږې سره مخ دي.


ګارډين ورځپاڼه:


له برېتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې بیا د افغانستان څخه د برېتانوي سرتېرو په وتلو کې د تېروتنو او د برېتانیا د افغان همکارانو د ایستلو په وړاندې په نویو خنډونو یو راپور خپور کړی دی.


ورځپاڼه وايي، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د برېتانیا د ځواکونو په وتلو کې یو شمېر تېروتنې منلي خو د ورځپاڼې په وینا د ګڼو هغو افغانانو پر مخ یې دروازې تړلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنۍ مخکې یې په دې هېواد کې له برېتانیا سره همکاري کړې وه.


ورځپاڼې د برېتانیا د بهرنیو چارو د وزارت په حواله ویلي: "موږپه افغانستان کې پاتې د برېتانیا پخوانیو افغان همکارانو ته" په درواغو دا هيله نه شو ورکولی چې دوی ته به برېتانیا ته د ورتګ چانس ورکړل شي.


ګارډین د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله ویلي دا سخته ده څو په دې اړه قضاوت وشي چې هغه افغانان چې د برېتانیا له خوا تمویلیدونکو ملکي پروژو لکه برېټش کاونسل کې یې کار کړی وی، په رښتيا د طالبانو له خوا له خطر سره مخ دي.


د برېتانوي چارواکو په حواله ورځپاڼه زیاتوي، شواهد ښيي چې ګواښ په لومړۍ درجه کې هغو ته متوجې دی چې برېتانیا ته یې امنیتي ملاتړ برابر کړی دی.


ورځپاڼه وايي پر هغو پنځلس زره افغانانو سربېره چې تېر کال په کابل د طالبانو د واکمنېدو پر مهال له دې هېواد برېتانیا ته و ایستل شول تر اوسه پنځه زره نورو افغانانو ته برېتانیا ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus