Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان د 'ملي بيرغ' ورځ؛ ګڼو افغانانو پر ټولنيزو شبکو درې رنګه بيرغ بدرګه کړی

د زمري اوومه افغانستان کې د ملي بيرغ د ورځې په توګه نمانځل کېږي چې، ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک کې د درې رنګه ملي بیرغ ګڼ عکسونه خپاره کړي دي.


د تېر جمهوري حکومت پر مهال به د ملي بيرغ ورځ په شاندارو مراسمو په حکومتي او ولسي کچه نمانځل کېده.


د زمري یا اسد د میاشتې اومه د درې رنګه بیرغ ملی ورځ سږ کال په داسې حال کې رارسیږي چې پر افغانستان طالبان واکمن دي او په حکومتي کچه د تور، سور او زرغون بیرغ ځای سپین بیرغ نیولی دی.


په تېر حکومت کې به  د کابل د وزیر اکبر خان په غونډۍ د تر ټولو ستر بیرغ نوي کول، پر واټونو د بېرغونو نسبول او د خلکو له لوري په خپلو موټرو کورونو او دوکانونو د بېرغونو لګول د دې ورځې عمده کړنې وې.




خو اوس د وزیر اکبر خان په غونډۍ د طالبانو حکومت تر ټولو ستر سپین بیرغ لګولی او ولسي خلکو ته هم د تور، سور او زرغون بيرغ د ورځې د نمانځې اجازه نه ورکول کېږي، خو نن ګڼو افغانانو پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک کې د ملي بیرغ ګڼ عکسونه خپاره کړي او په دې اړه یې لیکني کړي دي.


د کابل اوسېدونکی عابدالله حیدرزی وایي ملي بیرغ د یو هېواد هویت څرګندوي او د دغه ډول ارزښتونو پالل د هر افغان دنده ده.


نوموړی وايي: "د ملي ارزښتونو له ډلې یو هم ملي بیرغ دی چې زموږ د ملي یووالي، حیثیت او خپلواکۍ نښه ده، چې زموږ د تاریخي شالید او بېلابېلو حالتونو ترجماني کوي، موږ هيڅ ډلې، ګوند او نظام ته له خپلو ملي ارزښتونو نه، نه تېریږو، د طالبانو سرپرست حکومت نه باید له ملي ارزښتونو سره لوبې وکړي کنه نو په خپله ټوله دوره کې به د ملي بیرغ له پورته کوونکو سره لاس او ګرېوان وي."




د دې ښار یو بل اوسېدونکي شمس الرحمان نیازي چې پر خپل فېسبوک یې د درې رنګه بېرغ ګڼ انځورونه خپاره کړي ازادي راډیو ته وویل چې درې رنګه ملي بیرغ لیدل یې روح تسکینوي خو د ده په خبره دا چې اوس طالبانو بیرغ بدل کړی سخت خواشینی دی.


ښاغلي نيازي له طالبانو وغوښتل چې درې رنګه بیرغ په هیڅ نظام پورې اړه نه‌لري دا د ټولو افغانانو بیرغ دی باید د ملي بیرغ په توګه ومنل شي.


نوموړی وايي: "موږ له طالبانو غواړو چې دا بیرغ د کومې خاص ډلې پورې تړلی نه دی بلکې دا د ټولو افغانانو بیرغ دی او د نړۍ هر حکومت همدا بیرغ د افغانستان د ملي بیرغ په توګه پېژني."


په تېرو یولسو میاشتو کې له هغه راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي په بېلابېلو وختونو کې په خوست او ننګرهار کې سیمه ییزو طالبانو د یادو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د درې رنګه ملي بیرغ په سر وهلي، ټکولي او شکنجه کړي دي.


د افغانستان ملي بیرغ په تېرو څه باندې سلو کلونو وخت ناوخت بدل شوی او بدلونونونه په‌کې راغلی دي.




په دې هېواد کې هره سیاسي او وسله واله ډله چې واکمنه شوې د خپل لیدلوري له مخې یې د دغه هېواد بیرغ بدل یا یې په‌کې بدلونونه راوستي دی.


اوسنی ملي بیرغ چې واکمن نظام یانې طالبان یې د ملي بیرغ په نوم نه مني تور، سور او زرغون رنګ لري، چې اول ځل د شاه امان الله خان په حکومت کې د ۱۳۰۷ لمریز کال لویه جرګه کې تصویب شو.


له هغه وروسته په‌کې ډېر بدلون راغلل، خو په ۱۳۸۲ لمریز کال کې په لږ بدلون سره بیا هم هماغه درې پخواني رنګونه د افغانستان په اساسي قانون کې د ملي بیرغ په توګه ثبت شول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus