Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هلمند او روزګان کې د کوکنارو د کښت پر ځای د پستې جوړ شوي بڼونه په حاصلاتو راغلي

په هلمند او روزګان ولایتونو کې د پستې تر شپېتو هيکټارو ډېرو ځمکو کې جوړ شوي باغونه څلور کاله وروسته حاصلاتو ته چمتو شول.


په دې ځمکو کې پخوا کوکنار کرل کېدل، خو په ۱۳۹۸ شمسي کال د امريکا متحده ایالتونو په مالي او تخنيکي لګښت په دې ځمکو کې د پستو نيالګي کېښودل شول، په روان کال کې دې باغونو پسته نيولې او په پام کې ده چې پسته يې بازار ته وړاندې شي.


د روزګان ولایت په مرکز کې باغوانان د پستې په هغو ونو بوخت دي چې څلور کاله مخکې د امريکا له نشه‌يي موادو او قانون عملي کولو ادارې يا (INL) په مالي او تخنيکي مرستو جوړ شوي او اوس حاصلاتو ته رسېدلي دي.


د هلمند يوه ځمکه وال هاشم او روزګان ولایت يوه باغوان نورولي پخوا په خپلو ځمکو کې کوکنار کرل، خو په ۱۳۹۸ شمسي کال کې د (INL) ادارې په مرسته د دوی په ځمکو کې د پستې باغونه جوړ شول.


دوی ازادۍ راډيو ته وويل: هيله لري چې د پستې په راټولولو سره به تر تارياکو ډېرې پيسې وګټي.


هلمندی ځمکه‌وال هاشم وايي: "په خپله ځمکه کې مو د پستې نيالګي ايښي دي، اوس دا دی حاصلاتو ته رسېدلي دي او ان شالله چې ښه حاصل يې ورکړی دی، تر تارياکو يې ګټه ډېره ده، ځکه مصرف او کار يې لږ دی او ښه حاصل ورکوي."


دغه راز د روزګان ولايت باغوان نورولي وايي: "دوه درې کاله کېږي چې دولت زموږ سره مرسته وکړه او دا نيالګي يې زموږ لپاره کښېنول او اوس په باغوانۍ اخته يو. حاصلات يې ښه دي، ښه ګټه کوي، کوکنار ښه نه دي. د افغانستان خلک بېوزله دي چې کوکنار کري، که د باغوانانو لپاره د پستې باغونه جوړ شي کوکنار نه کري."




د امريکا متحده ایالتونو له ۲۰۰۳ څخه بيا تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله پورې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په لاره کې تر (۹) ميليارډو ډالرو ډېرې پيسې ولګولې چې د دې پيسو ډېره برخه د بديل کښت د پروژو لپاره مصرف شوې.


د افغانستان د بیا رغونې د څار امريکايي بنسټ يا سيګار موندلې چې، په افغانستان کې د بديل معيشيت پروژو د کوکنارو د کښت پر کمولو دومره اغېز نه دی کړی.


خو د افغانستان په جنوب کې بزګران وايي، د کوکنارو د بديل په نوم د نغدي مرستو او وسايلو په پرتله د باغونو جوړولو ثابته کړه چې د اوږد مهال لپاره د کوکنارو ښه بديل کېدای شي.


د زراعت کارپوه حکمت الله صلحي وړانديز کوي چې، د بديل معيشيت پروګرامونه باید د بزګرانو د اړتياوو او هر ولایت اقلیم ته په کتو سره په پام کې ونيول شي.


ښاغلی صلحي وايي، باید د کوکنارو داسې بديل کښت په پام کې ونيول شي چې په کورنيو او بهرنیو بازاراونو کې خرڅ شي او لوړه بيه ولري.


نوموړی وايي: "د کوکنارو د اوږد مهاله محوه کولو لپاره باید ځينو نويو بوټو ته پام وشي چې هغه ګټور وي، نړیوال بازار ولري او بزګر يې په خپله خوښه وکري، باید د اوبو ستونزې ته هم پام وشي، د هرې سيمې اقليم ته په کتو بديل کښت معرفي شي، داسې يو بديل به د بزګرانو په ګټه وي."


بزګران داسې مهال د بديل کښت غوښتنه کوی چې، د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو د مشر د فرمان درې مياشتې کېږي، خو تر دې مهاله د بديل کښت په برخه کې له بزګرانو سره نه د طالبانو حکومت او نه هم نړیوالو مرستندويه ادارو مرستې کړي دي.

--------------------------

راپور: شریف‌الله شرافت

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus