Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

منځنۍ اسيا ته د لار موندنې هڅه؛ پاکستان غواړي د 'واخان' پر سيمه ولکه وکړي

د افغانستان په شمال ختیځ واخان کې د پاکستان له‌خوا د افغانستان په خاوره کې د سرحدي نښو د جوړېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته، دې موضوع پراخ غبرګونونه را پورته کړي.


د افغانستان د پخواني ولسي جرګې یو شمېر غړي چې اوس له افغانستانه بهر انلاین غونډې کوې، له طالبانو غواړي چې د پاکستان د دې مغرضانه حرکت په وړاندې ودرېږي.


د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت هم یوه اعلامیه کې لیکلي، پاکستان په افغانستان کې د یوه کمزوري، تر لاس لاندې او تابع واکمنۍ په رامنځ‌ته کولو سره د نورو شومو غوښتنو تر څنګ مخامخ منځنۍ اسیا ته د لاس موندنې لنډه، اسانه او وړیا لار غواړي.


يوې ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او دقیق وخت یې معلوم نه‌دی، یو شخص چې ځان طالب معرفي کوي ادعا کوي چې پاکستان د افغانستان په شمال ختیځ واخان کې سرحدي نښې جوړې کړي او د افغانستان خاوره یې لاندې کړې ده.


 




نوموړې کس ويلي: "د اسلامي امارت مجاهدین سیمې ته راغلل، څو دا له نږدې وڅېړي. که په ارامۍ وشي، ښه تر ښه، که و نه شول، بیا که په زور هم وي، موږ به خپله یوه لوېشت خاوره چا ته ور نه کړو."


په یوه بله ویډیو کې بیا ښکاري چې یو شمېر وسله‌وال کسان همدا نښې چې د پاکستان نوم او د ۲۰۲۱ کال نېټه پرې لیکل شوی ړنګوي.


له دې نېټې داسې انګېرل کېږي چې دا سمنټي نښې په ۲۰۲۱ کال کې جوړې شوي، خو معلومه نه‌ده چې دا کار د جمهوري نظام له سقوط مخکې یعنې د اګسټ له ۱۵مې وړاندې شوی که وروسته.


موږ په دې اړه له طالبانو رسمي نظر وغوښت، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد او د دفاع وزارت ویاند یې عنایت‌الله خوارزمي ځواب را نه‌کړ.


خو څو ورځې مخکې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور د طالبانو ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې په واخان کې د پاکستان له‌خوا د تاسیساتو د جوړولو موضوع رد کړې وه.


په واخان کې د افغانستان په خاوره د پاکستاني تاسیساتو موضوع وروسته تر دې توده شوه چې د پخواني جمهور رییس حامد کرزي مخکني د دفتر رییس کریم خرم په خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "پاکستان په اصرار او په تکرار له ولسمشر کرزي غوښتل څو اجازه ورکړي واخان غوڅ کړي او تاجکستان ته د تجارت لپاره سړک وباسي خو نوموړي تر پایه و نه منله."




ښاغلي خرم زیاته کړې، اورېدلي یې دي چې تازه دا غوښتنه له طالبانو هم شوې، خو ده زیاته کړې، لومړی دا کار د افغانستان ترانزیتي اهمیت کموي، افغانستان منزوي کوي او دویم د افغانستان د ټوټه کېدو خطر منځ‌ته راوړي.


په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي، چې اوس له افغانستان بهر انلاین غونډې کوي، له طالبانو غواړي چې د پاکستان د دې مغرضانه حرکت په وړاندې ودرېږي.


دې جرګې پرون ناوخته په یوه خپره کړې اعلامیه کې چې یوه کاپي یې ازادي راډیو ته رسېدلې لیکلي، د افغانستان ملت په خپل قلمرو کې هیڅ هېواد ته د تجاوز او سرغړونې اجازه نه‌ده ورکړې او په وړاندې یې په قاطعانه توګه درېږي.


په دې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د پاکستان د دې مغرضانه حرکت په وړاندې ودرېږي.


د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت هم نن سهار په یوه اعلامیه کې په دې اړه خپله جدي اندېښنه وښوده او زیاتوي: "په دې اړه د هر راز داسې یوه اقدام مخالفت کوي چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او لویې ګټې زیانمنوي."




په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې تبصرې هم ښېي چې پاکستان غواړي د افغانستان په سیمه کې د تاسیساتو په جوړولو سره واخان تر سینې لاندې او د چترال او تاجکستان سره اقتصادي کواریدور جوړ کړي.


د اقتصادي مبصرینو له انده، پاکستان په دې کار سره غواړي د منځنۍ اسیا هېوادونو ته اسانه او ارزانه لار پیدا کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus