Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د تاشکند کنفرانس ته غبرګونونه؛ رينا اميري: هيچا د طالبانو د رسميت پېژندنې ملاتړ ونه‌کړ

که څه هم طالبان د تاشکند کنفرانس بریالی بولي، خو د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، په دې غونډه کې هیچا د طالبانو د رسمیت پېژندنې ملاتړ و نه‌کړ.


اغلي امیري په خپله ټویټرپاڼه کې له طالبانو سره د امریکايي پلاوي نننۍ لیدنه هم تحریم کړې، خو لیکي، ځانګړي استازي توماس ویسټ او د هغه همکارانو ته د افغانستان د اقتصادي ثبات د هڅو په برخه کې د پرمختګونو هیله کوي.


که څه هم ټاکل شوې چې ځینې لوړ پوړي امریکايي چارواکي به نن چهارشنبه د طالبانو له یوه پلاوي سره وګوري او په افغانستان کې به پر روانو اقتصادي ستونزو بحث وکړي، خو دا غونډه له وړاندې رینا امیري د اعتراض په ډول تحریم کړې ده.


د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې تېره شپه ناوخته په خپله ټویټرپاڼه د تاشکند غونډې او له طالبانو سره د ننیو مذاکراتو په اړه څرګندونې کړي.


هغې لیکلي: "زه به له طالبانو سره په دوه اړخیزو خبرو کې ګډون و نه‌کړم، خو توماس ویسټ او همکارانو ته یې د اقتصادي ثبات د هڅو په برخه کې د بریالیتوب هیله کوم."


رینا امیري له دې وړاندې د جولای په لومړیو کې په دوحه کې هم له طالبانو سره د ښځو د حقونو د نقض له امله مخامخ خبرې تحریم کړې وې.




مېرمن امیري په تاشکند کې د پروني کنفرانس په اړه هم څرګندونې کړي او زیاتوي، په افغانستان کې د افغان مېرمنو د حقونو د خوندیتوب، د یوې ټول‌ګډونه سیاسي پروسې د رامنځ‌ته کېدو پرته او د ټولو لوریو پر وړاندې د بد چلند د پای ته رسېدو وړاندې، په افغانستان کې امنیت، اقتصادي ثبات او سوله نه‌شي راتلای.


اغلې امیري زیاته کړې: "د خوښۍ ځای دی چې د نجونو د زده‌کړو او له ښځو سره د اقتصادي مرستې په هدف د افغان مېرمنو د کار کولو د حقونو څخه نړیوال ملاتړ یې ولید. تر خوا یې د تاشکند د کنفرانس اکثرو ګډون‌والو د همه‌شموله سیاسي پروسې غږ وکړ او هیچا د طالبانو د رسمیت پېژندنې څخه ملاتړ و نه کړ."


خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي، بیا په دغه کنفرانس کې د خپلو لاس‌ته راوړنو په اړه وغږېد او ویې ویل، افغانستان ثبات ته رسېدلی او دوی له نړۍ سره هم ښه تعامل غواړي.




په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د تاشکند کنفرانس هر ګډون‌وال پر طالبانو غږ وکړ چې نجونو ته د ثانوي زده‌کړو اجازه ورکړي او دا بندیز دې ژر تر ژره لېرې شي.


هغه زیاته کړې، ډېرو ګډون‌والو په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو، په ځانګړي ډول په خبریالانو او ښځو د لګولو شویو محدودیتونو په تړاو اندېښنې څرګندې کړې.


توماس ویسټ په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو ته په اشارې لیکلي: "زما په ګډون ځینې ګډون‌وال په افغانستان کې د یوه داسې سیاسي حرکت د نه‌شتوالي په اړه خواشیني وو چې ټول افغانان په‌کې راټول وي."




خو طالبان خپله اوسنۍاداره ټول‌ګډونه بولي او وايي، په دې اړه د نړیوالو فشار او فرمایش نه‌مني.


توماس ویسټ په افغانستان کې د القاعده په شتون هم اندېښنه ښودلې او زیاتوي، د تاشکند په غونډه کې له افغانستانه پر ګاونډیو هېوادونو د شویو بریدونو په غبرګون کې ځینو ګډون‌والو له طالبانو وغوښتل چې د داعش خراسان ډلې پر ضد جدي اقدامات وکړي.


خو له دې ټولو سره سره، طالبان دا کنفرانس بریالی بولي او په ټولنیزو رسنیو کې يې غړي او پلویان ان پر دې خوښي ښېي چې ګنې د طالبانو اوسنۍ ادارې ته د "حکومت" خطاب شوی.


خو دې ته په ځواب کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي"دا نا سم حقیقت دی او اروپايي ټولنې په ښکاره ویلي چې افغانستان په رسمیت پېژندل شوی حکومت نه‌لري."

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus