Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پر اودیسې بندر برید؛ زیلنسکي: روسیه د غلو دانو د صادراتو مخه نیسي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي وايي، له روسیې سره د غلې دانې د صادراتو له موافقې ۲۴ ساعته هم نه وو تېر شوي، چې روسیې پرون د اودیسې پر بندر راکټي برید وکړ.


روسیې په اوکراین کې د اودیسې پر بندر، چې د تورې بحیرې پر غاړه یو مهم ستراتیژیک بندر دی، بمباري کړې.


دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې د دغو دوو جنګ کې ښکېلو هیوادونو ترمنځ د غلو دانو د صادراتو د بیا پیلولو په اړه یو مهم تړون لاسلیک شو.


د اوکراین د چارواکو په وینا، دوه روسي کروز توغندي پرون د اودیسې په بندر کې ولګېدل، خو د پام وړ زیان یې نه دی اړولی.


دوی وویل، چې دوه نور روسي راکټونه د الوتکې ضد سیسټم لخوا ویشتل شوي دي.


د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي پرون د دغه هېواد په پلازمېنه کییف کې د امریکا د کانګرس له یو شمېر غړو سره د کتنې پر مهال وویل: "په اوکراین باندې ډېری راکټي بریدونه شوي دي، له بده مرغه زموږ لپاره دا عادي خبره ده. مګر هغه دلیل چې زه غواړم په ګوته کړم هغه هدفونو پورې تړاو لري چې روسیې په نښه کړي دي، دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې ترکیې او ملګرو ملتونو پرون وویل چې پوهېږي څنګه د روسیې له فدراسیون سره مذاکرات وکړي او د اوکرایین د غلو د صادراتو لپاره یو خوندي دهلیز پرانېزي، خو له ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې هغوی (روسانو) د غلو دانو زېرمه او د اودیسې بندر په نښه کړ."




ولودومیر زیلینسکي دا هم وویل، چې دا بریدونه یوازې یو شی ثابتوي، هغه دا چې مهمه نه ده روسیه څه وايي او څه ژمنې کوي، بلکې داسې لارې چارې لټوي چې د غنمو د تړون د عملي کولو مخه ونیسي.


د اوکرایین حکومت وايي، چې د دې موافقې له مخې به د تېر کال او سږ کال شاوخوا شل میلیونه ټنه غلې دانې صادرې شي او له دې صادراتو به د اوکرایین لپاره چې د نغدو پیسو له کمښت سره مخامخ دی، ۱۰ میلیارده ډالره عاید ترلاسه شي.


د اوکراین، لویدیځو او ملګرو ملتونو چارواکو سمدستي د روسیې برید په کلکه وغانده او کرملین یې تورن کړ، چې د نړۍ د خوراکي توکو سرچینې لا هم ګواښي او په ټوله نړۍ کې د ملیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.


کرملین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus