Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبانو اسټرالیایۍ خبریاله په جاسوسۍ تورنه کړه

 


د طالبانو حکومت اسټرالیایۍ خبریاله چې تېره اونۍ د طالبانو استخباراتو په کابل کې نیولې وه، په جاسوسۍ تورنه کړه.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پر ټویټر په یوه بیان کې چې لهجه یې ډېره تنده وه، اسټرالیایۍ خبریاله لين او ډونیل په افغانستان کې په جاسوسۍ تورنه کړه او ویې لیکل، طالبان به د خبریالانو په نامه د استخباراتو مامورین په خپل هېواد کې پرې نه ږدي.


د طالبانو استخباراتو مېرمن او ډونېل د تېرې اونۍ د سه شنبې په ورځ په کابل کې ونیوله.


هغې وروسته ادعا وکړه، چې طالبانو له دې وغوښتل، چې د خپلو څو پخوانيو راپورونو له کبله بخښنه وغواړي که نه زندان ته به واچول شي.






د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل بیان کې ویلي دي، چې دې اسټرالیایۍ خبریالې غوښتل په افغانستان کې د نظام پرضد پروپاګند وکړي او کوم استخباراتي ماموریت ترسره کړي چې د ده په وینا له هېواده شړل شوې او نور به د ابد لپاره افغانستان ته نه راپرېښودل کېږي.


لين او ډونېل یوه ورځ وروسته تر نیول کېدو د جولای په ۲۰مه له افغانستانه ووته او پاکستان ته ولاړه.


هغې له افغانستانه تر وتلو وروسته پر فارن پالیسي آنلاین په یوه مطلب کې ولیکل، چې له دې وروسته به هېڅکله نه دا او نه نور لویدیځ خبریالان هم افغانستان ته ولاړ نه شي.


د خبریالانو د حقونو مدافع ټولنو له دې پېښې وروسته سخت غبرګون وښود.


پرون ماښام د ژونالیستانو نړیوال فدراسیون له طالبانو وغوښتل، چې د رسنیو پر آزادۍ بریدونه سمدستي بند کړي.


دې ټولنې په یوه بیان کې، چې پر خپله ویبپاڼه یې خپور کړی ویلي دي، چې د طالبانو چارواکو مېرمن او ډونیل ګواښلې او په زور یې مجبوره کړې چې خپلې څو لیکنې بېرته واخلي.


همداراز د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې وړمه ورځ وویل، طالبان باید د کورنیو او بهرنیو خبریالانو د ځورولو او سپکولو کمپاین ودروي.


د دې کمېټې د پروګرامونو مشر کارلوس مارتینز دې لا سېرا وویل د طالبانو له استخباراتو باید د خبریالانو د ګواښلو او توقیف پوښتنه وشي.


لين او ډونېل په تېرو نژدې دوو لسیزو کې له افغانستانه راپورونه ورکول.


هغې په کابل کې د اسوشیتدپریس او فرانسپرس خبري آژانسونو د دفترونو د مشرې په توګه کار کاوه او اوسمهال د فارن پالیسي مجلې لپاره راپورونه برابروي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus