Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې دوو بنسټونو د ۲۲ جوړو ډله ییز واده مراسم ترسره کړل

د دغه ډله يیزو ودونو تنظیمونکي وايي، له دې کار څخه د دوی موخه له ناوړه دودونو سره مبارزه ده.


په دې ودونو کې ګډون کوونکي جوړې، هم د ودونو د دا ډول مراسمو له ترسره کېدو هرکلی کوي.


دا هغه کسان وو، چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د واده کولو توان نه درلود.


ددغو مراسمو یو ګډون وال چې ویس علي نومیږي او څلور کاله یې له کوژدې تېر شوي و، وايي د واده کولو توان یې نه درلود.


نوموړی له کورنیو غواړي چې په ودونو کې له لوړ ولور او زیات مصرف څخه ډډه وکړي.


هغه وويل: "که موږ خپل ژوند د پور او پیسو نه پیل کړو، دا بې ګټې ده، ترڅو موږ په پور کې پاتې نه شو، او یو اسانه او ارام ژوند پیل کړو."


یوه ناوې فاطمه هم وايي، ګډ ژوند باید په پور پیل نه‌شي او دواړه لوري د زوم او ناوې کورنۍ باید د افغانستان په څېر د دودیزو ټولنو د ناسمو دودونو په ماتولو سره د ښه ژوند کولو هڅه وکړي.


اغلې فاطمې وويل: "ګټه یې دا ده، چې د ډېرو لویو لګښتونو مخه نیسو او نورې کورنۍ هڅوو چې داشان ساده او اسلامي پروګرامونه جوړ کړي."




د یو زوم پلار عطا محمد ازادي راډیو ته وویل، زوی ته یې یو کال مخکې کوژده کړې وه او د اقتصادي ستونزو له امله یې واده ځنډېدلی و.


نوموړی له ډله ییزو ودونو نه د هرکلي په ترڅ کې کورنۍ په ځانګړي ډول د ناویانو کورنۍ په ودونو کې د ډېرو لګښتونو مخنیوي ته هڅوي.


نوموړي وويل: "ځوانان نجونې او هلکان چې ودونه په دې سالونونو کې نیسي ډېر لګښت کوي، دا خو هیڅ مصرف نه دی، خیر دې یوسي، ژوندي دې وي، زمونږ سوداګر او تاسې، دا څومره ښه کار دی."


د دغه ډله ییزو ودونو له دوو بنسټونو د شهدا خیریه بنسټ یوه غړي ذاکر حسین ازادي راډیو ته وویل، د دوی موخه له دې کار د ودونو د مراسمو اسانه کول او په ټولنه کې د ناسمو دودونو له منځه وړل دي.


ښاغلي ذاکر حسين وويل: "تاسې خپله ګورئ، چې په افغانستان کې کارو بار نه‌شته، مونږ وغوښتل په دې ډول یو اسانه واده دود کړو."


د دغه ډله ییز واده د جوړونکو په خبره، په دې مراسمو ۱۵ زره ډالره لګښت راغلی، چې هر واده شوي زوم او ناوې ته یې د ۵۰۰ ډالرو جهیز هم اخیستی دی.


په افغانستان کې د ودونو ملا ماتونکو لګښتونو تل ځوانان له ستونزو سره مخ کړي دي، چې د برابرولو لپاره یې کلونه خواري مزدوي ان د پردیو ملکونو مسافري کوي.


په تېر حکومت کې په ودونو کې د ډېرو لګښتونو له امله، په ودونو کې د زیاتو لګښتونو د مخنیوي قانون هم تصویب شو، خو لکه څنګه لازمه وه عملي نه‌شو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus