Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بایلاین ټایمز د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو ژوند په اړه تبصره کړې

ډېلي مېل:


ډېلي مېل خپرونې په افغانستان کې د مخدره موادو ستونزې ته پام کړی او په دې اړه یې یوه مقاله خپره کړې ده.


په مقاله کې يې د یو شمېر روږدو کسانو عکسونه خپاره کړي او لیکلي يې دي، په نشه يي توکو د روږدو کسانو انځورونه زړه بوږنوونکي دي.


له کلونو جګړو او د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته زرګونو کورنۍ له ویجاړۍ سره مخامخ شوي دي.


وروسته راغلي چې په افغانستان کې د مخدره موادو ستونزه د هغه ناورين څرګندونه کوي چې دا هېواد له څومره اوږده کړاو سره مخامخ دی.


په ورځپاڼه کې دغه راز راغلي چې افغانستان له اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دی او ګڼ کسان له بې وزلۍ د تېښتې په خاطر مخدره موادو ته مخه کوي.


په مقاله کې یادونه شوې چې د مخدره موادو ستونزه دومره ډېره شوې چې ګڼ کوڅه ډبي سپي هم روږد شوي دي.


په دې مقاله کې په ځینو عکسونو کې یو شمېر سپي ښکاري چې د هغو کسانو تر څنګ ناست دي چې په مخدره موادو روږ دي او یو عکس ښکاروي چې یو سړی د پلاستیکي بوتل په وسیله د یوه سپي په خوله کې دود ورپوکي.


په مقاله کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵م کال سروې ته اشاره شوې چې وايي ۲.۳ ملیونه افغانان په مخدره موادو روږد دي خو په مقاله کې اوه کاله وروسته د مخدره موادو د تقاضا کمولو ادارې د رییس له قوله راغلي چې دا شمېر څو چنده لوړ شوی دی.


د مقالې په پای کې راغلي چې کله یو نشه یي کس مړ شي، خپلوان یا نور روږد کسان یې ښخوي خو په ځينو مواردو کې دا مړي هملته پاتې وي او سپي يې خوري.


بایلاین ټایمز:


بایلاین ټایمز برتانوي ورځپاڼې د طالبانو تر حکومت لاندې د ښځو د ژوند په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.


په دې مقاله کې د عادله په نوم د یوې افغان ښځې سره خبرې شوې.


عادلې بایلاین ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د یوې افغانې ښځې په توګه له ژونده ناهیلې شوې ده ځکه د طالبانو تر واکمني لاندې ژوند ډېر ستونزمن دی.


د پخواني رژیم پر مهال عادلې د یوې مدافع وکیلې په توګه کار کاوه او تمرکز یې د ښځو پر حقونو و.


دې د هغو ښځو دفاع کوله چې له اجباري ودونو تښتېدلې وې او په ځینو مواردو کې يې له طالبانو سره تړاو لرونکي کسانو په محاکمه کې محکمې ته دلایل وړاندې کړي وو.


په دغو کسانو کې هغه طالب پلوي هم شامل وو چې د افغان حکومت تر سقوط وروسته طالبانو له زندانونو راخوشې کړل.


د مقالې په وینا عادله اوس په وېره کې ژوند تېروي او د خپلو لوڼو د راتلونکي په اړه اندېښمنه اوسي.


نجونې تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع شوې دي او مقالې اشاره کړې چې د ښځو د کار او تګ راتګ پر حق ډېر محدودیتونه وضع شوي دي او داسې اندېښنې هم شته چې د طالبانو وضع کړي محدودیتونه به د ښځو او نجونو پر وړاندې د نارينه وو د تاوتريخوالي کچه لوړه کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus