چارواکي: پکتیکا کې په پرله پسې ډول د زلزلې ټکانونه احساسېږي
حکمت الله عصمت ازادۍ راډیو ته وویل، چې له پرون ماذیګره وروسته چې د زلزلې پیاوړي ټکانونه وشول، تر ننه پورې لږ تر لږه ۴ نورې زلزلې هم شوي دي.
نوموړی غوښتنه کوي، چې یو تخنیکي ټیم دې د سیمې جیولوجیکي څېړنه وکړي چې خلکو ته د وضعیت ښکاره څرک معلوم شي.
عصمت چې پرون زلزله ځپلې سیمې کتلي وایي، خلک ډېر په وېره کې دي او تر ډېره د کورونو د نړېدو له وېرې په خیمو کې ژوند کوي.