ترکمنستان کې د څښلو اوبو جریان قطع شوی
د عشق آباد یوه اوسېدونکي فرهاد پرون د آزادۍ راډیو ترکمني څانګې ته وویل، چې د سهار له اتو بجو راهیسې په کور کې اوبه نه لري.
په وروستیو څو کلونو کې چې په ترکمنستان کې د څښاک پاکې اوبه کمې شوې نو لیرې پرتو سیمو ته اوبه په ځېره ورکول کېږي خو چارواکو تېره میاشت په عشق آباد کې هم د نلونو اوبه په ځيره کړې.
د ترکمنستان په لیرې پرتو سیمو کې چې د تودوخې درجه پنځوسو درجو ته رسېږي وضعیت تردې هم خراب دی.