Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هفینګټن پوسټ: طالبانو زرګونه هزاره افغانان بې ځایه کړي

هفینګټن پوسټ:


هفینګټن پوسټ ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: "طالبانو زرګونه هزاره افغانان بې ځایه کړي دي چې اوس د خوړو او سرپناه څه نه لري."


په دې مقاله کې راغلي، چې په بلخاب ولسوالي کې تېره میاشت طالبانو خپل نظامي کمپاین پیل کړ چې له کبله یې د دې ځای اوسېدونکي خپلو کورو پرېښودو ته اړ شول.


مقالې د بلخاب ولسوالي د یوه اوسېدونکي جعفر له قوله لیکلي چې ادعا کوي، طالبان د دوی سیمې ته ننوتل او بې ګناه خلک یې ووژل او د دوی دوکانونه یې لوټ کړل.


خو طالبان د خلکو د بې ځایه کېدو او دغه شان د ولسي خلکو پر وړاندې د طالب وسله والو د ظلم او زور ادعاوې رد کړي.


په دې مقاله کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون هغې اعلامیې ته هم اشاره شوې چې تېره میاشت خپره شوه او په کې ووشل شول چې طالبانو پر بې ګناه ملکیانو او استوګنځایونو ډزې کړي او ګڼ نیول شوي کسان یې وژلي دي.


خلک وروسته له هغه بې ځایه شول، چې د طالبانو یو هزاره قوماندان مهدي مجاهد د طالبانو له لیکو بېل شو او د سرپل ولایت په بلخاب کې یې د طالبانو د حکومت پر وړاندې جبهه جوړه کړه، چې نوموړی د بامیان د استخباراتو له ریاسته لېرې کړای شو.


ګارډين:


ګارډين ورځپاڼې د هغو افغانانو د ستونزو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده، چې وروسته له هغه له افغانستانه ووتل چې طالبانو په دې هېواد کې خپل واک اعلان کړ.


ګارډین ورځپاڼې لیکلي، یو شمېر اسناد یې تر لاسه کړي چې ښيي هغو افغانانو چې د برتانیې د کورنیو چارو وزارت یې غواړي افریقا ته ولېږي، خبرداری ورکړی چې که دا کار ورسره وشي، دوی به ځانونه ووژني.


خو د ورځپاڼې په لیکنه د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ټينګار کوي، چې دا پناه غوښتونکي افریقا ته له تګ سره کومه ستونزه نه لري.


په دې مقاله کې د یوه افغان پناه غوښتونکي یادونه شوې، چې روانډا ته به ولېږل شي او له هغه راهیسي يې دوه واري هڅه کړې چې ځان ووژني.


د دې سړي په اړه لیکل شوي، چې مېرمن او دوه اولادونه یې په جرمني کې دي خو بریتانیا غواړي دی روانډا ته ډيپورټ کړي.


وروسته د پناه غوښتونکو لپاره د یوې خیریه موسسې د بنسټ ايښودونکې کلېر موسلې له قوله ویل شوي، چې ۱۲۵ افغان پناه غوښتونکو ته ویل شوي چې دوی به روانډا ته ډيپورټ شي او کلېر د بریتانیا د کورنیو چارو پر وزارت تور پوري کړی چې د خپلو ظالمانه اهدافو لپاره یې خلکو ته یو بېل حقیقت رامنځته کړی دی.


د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د یوه ویاند له قوله راغلي، که د یو چا لپاره خوندي یا سم نه وي، روانډا ته به نه لېږل کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus