Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د مقاومت جبهې په پنجشېر او بغلان کې طالبانو ته د مرګژوبلې اړولو ادعا وکړه

د طالبانو ضد ملي مقاومت جبهه ادعا کوي، چې په پنجشېر او بغلان ولایتونو کې یې له څو ورځو راهیسې د طالبانو حملې په شا تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.


د طالبانو د حکومت پر وړاندې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې په خپلو نویو ادعاوو کې ویلي دي، چې د طالبانو له خوا ترسره شوي بریدونه یې په شا تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.


د دې جبهې ویاند صبغت الله احمدي ازادي راډيو ته وویل، چې لا هم د مقاومت د جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.


احمدي وویل: "د ارزو په سیمه کې د دښمن د ځانګړو قطعاتو اوه تنه وژل شوي. تر دې وړاندې د پیشغور په قرارګاه باندې هم سختې جګړې شوې وې. دښمن درانه تلفات درلودل او له هغه سیمې څخه په شا وتمبول شول. د بغلان د خوستونو په سیمه کې همدا اوس چې ستاسو سره زه خبرې کوم، نښتې روانې دي، دښمن ته درانه تلفات اوښتي دي. پرون په خاوش او سوچي سیمو کې په یوه برید کې بدري ځواکونه یې ووژل شول، او نور ځواکونه یې هم وژل شوي دي."


دغه راز احمدي د طالبانو له خوا په پنجشېر کې له ملکي وګړو سره د ناوړه چلند او شکنجې په اړه اندېښنه څرګندوي.


هغه له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په پنجشېر کې له ولسي وګړو سره د طالبانو د ناوړه چلند مخه ونيسي.


خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوي نه مني او وايي، چې په دې اړه به څېړنې وکړي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په اندراب او پنجشېر کې موږ کومه نښته او جګړه نه لرو. دغه ادعاوې سمې نه دي. موږ د پنجشېر او اندراب په بېلابېلو سيمو کې ډېر سرتېري لرو او موږ ته يې ډاډ راکړی چې هېڅ نښته نه ده شوې. که څه هم زموږ پلټنې روانې دي، خو تر اوسه موږ داسې کوم راپور نه دی ترلاسه کړی چې ګنې نښته دې شوې وي."




په ورته وخت کې په بغلان ولایت کې یوې سیمه ییزې سرچینې چې د امنیتي ګواښونو له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، طالبان خلک کډوالۍ ته اړ کوي.


هغه وویل: "د بنو ولسوالۍ د خوج په کلي کې، څلور پنځه کورنۍ چې له خپل ځان سره لېست هم لري اړ شوي چې کډه وکړي."


طالبانو د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې له دې یې د خپلو کسانو له لوري د بشري حقونو نقضول رد کړي دي.


په ورته وخت کې د شنبې په شپه طالبانو اعلان وکړ، چې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په قنجغهٔ سیمه کې یې د داعش ډلې یو مرکز کشف او له منځه وړی دی.


ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، چې نیول شوي کسان ډېر مهم کسان وو چې د کندز په امام صاحب جومات کې یې چاودنه کړې، یو بس ته یې چاودنه ورکړې او پر تاجکستان او ازبکستان یې په راکټي بریدونو کې یې هم لاس درلود.


په هغه ویډیو کې چې د ښاغلي مجاهد پر ټویټر پاڼه خپره شوې، لیدل کېږي، چې نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې د ملي مقاومت جبهې سره یې په همغږۍ کار کاوه.


خو د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي دا کار د طالبانو د حکومت یوه پلمه ګڼي او وايي، چې طالبان او داعش یو له بل سره نږدې ډلې دي.


د نوموړي په خبره، دغه کسان په خپله د طالبانو د حکومت د نشه يي توکو د قاچاقبرانو له ډلې سره تړاو لري.


د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د احمد مسعود په مشرۍ د اسد په ۲۴ خپل موجودیت اعلان کړ.




دغه جبهه وايي، تر څو چې طالبان د خلکو د رایو پر بنسټ ټولشموله حکومت جوړ نه کړي او د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو حقونو ته درناوی ونه کړي، د طالبانو د حکومت پر ضد به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus