Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر افغانان: لا هم د بانکونو چارې عادي شوي نه دي

یو شمېر افغانان شکایت کوي، چې د طالبانو له واکمنۍ ۱۱ میاشتې تېرېږي خو لا هم د بانکونو چارې نه دي عادي شوي.


د طالبانو له واکمنۍ ۱۱ میاشتې تېرېږي خو لا هم په افغانستان کې د بانکونو چارې نه دي عادي شوي او هره ورځ سلګونه کسان د بانکونو مخته کتار ولاړ وي چې خپلې پیسې واخلي.


دوی وايي، د طالبانو د حکومت له لوري له ژمنو سره هم د بانکونو فعالیتونه د پخوا په څېر دي او دوی لا هماغسې د خپلو پیسو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي.


د کابل اوسېدونکي عمران غني ازادي راډيو ته وویل، له څو ورځو راهیسې هڅه کوي، چې له بانک څخه پیسې واخلي خو د ګڼه ګوڼې له امله نوبت نه ورځي.


غني وویل: " که څوک خپلې پیسې اخلي، هغه اړ دی چې نیمه یا پوره ورځ ورته ځانګړې کړي. ډېر خلک دندې او کارونه لري، هغوی که د معاش لپاره راځي، یوه ورځ یې ضایع کېږي. زه نن د درېیم ځل لپاره ورغلم خو د بیروبار له امله مې پیسې وانخیستې."


محمد ایمل چې پرون یې په کابل کې د یوه بانک مخته ۴ ساعته انتظار کړی، وايي په ډېرې سختۍ یې له بانک څخه خپلې پیسې واخیستې.


نوموړى وايي پیسو ته یې اړتیا درلوده، ځکه یې په دې ګرمۍ کې د بانک مخته ۴ ساعته انتظار کړی.


هفه وویل: " کله چې له بانکه پیسې رااخلې، داسې به یې رااخلې، لکه زارۍ چې ورته کوې، مطلب په خپلو پیسو به دومره تکلیف زغمې، له هغه وروسته به پیسې ترلاسه کوې. د بانکونو محدودیت او کمې پیسې ورکول، دا یوه بله ستونزه ده چې خلک ورسره مخ دي."


ایمل وايي، د بانکونو لخوا اوس هم مشتریانو ته د پخوا په څېر په ټاکلې اندازه او کمې پیسې ورکول کېږي او ترڅنګ یې د پیسو ډېر برښنايي ماشینونه (ATM) هم غیرفعال دي چې دا خپله په بانکونو کې د ګڼه ګوڼې مهم لاملونه دي.


تر دې مخکې د طالبانو حکومت ژمنه کړې وه، چې د بانکونو فعالیتونه به عادي حالت ته راګرځوي خو اوس چې د دوی د حکومت ۱۱ میاشتې پوره شوې دي، لا هم د بانکونو په فعالیتونو کې ډېر بدلون نه لیدل کېږي.




د افغانستان بانک له ویاند ښاغلي صابر مومند څخه مو وپوښتل، چې له ژمنو سره ولې له ۱۱ میاشتو وروسته هم د بانکونو چارې عادي شوې نه دي؟


مومند وویل چې د بانک له رهبري سره به تر خبرو وروسته په دې اړه ځواب راکړي، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې نوموړي له موږ سره معلومات شریک نه کړل.


په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو سره بانکي فعالیتونه غیر عادي شول او لا تر اوسه خلک اړ دي چې په ډېرې سختۍ له بانکونو خپلې پیسې واخلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus