د افغانستان د ١٩کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې د اسیا لوبو ته چمتوالی پیل کړی
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، ټاکل شوې چې د هېواد د ١٩کلنو ملي لوبډله د ٢٠٢٢ کال اګست میاشتې له ٣ څخه تر ١٣نېټې پورې د مرکزي اسيا اتلولۍ سيالو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته سفر وکړي.
دغه فدراسیون که څه هم د سفر کره نېټه نه ده په ډاګه کړې خو افغانستان په دغو سياليو کې له ايران، تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان او ترکمنستان سره لوبې کوي.
د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ به د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې مرکزي لوبغالي کې ترسره شي.