Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګري ملتونه: د جمهوري نظام په پرتله افغانستان کې بشري وضعیت خراب شوی

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، په دغه هېواد کې د طالبانو په واکمنېدو سره بشري وضعیت د تېر جمهوري حکومت په پرتله خراب شوی دی.


په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د اروپايي ټولنې د پارلمان له خوا د بشري حقونو د نړیوال حالت په اړه د لوړې کچې په کنفرانس کې، په دغه هېواد کې د بشري حقونو پر سرغړونو اندېښنه څرګنده کړه.


بنیټ وویل، له شک پرته د اسلامي جمهوریت له ړنګېدو وروسته د بشري حقونو وضعیت خراب شوی دی چې په خبره یې دا د تمې خلاف نه و.


هغه وايي: "په افغانستان کې په مکرر ډول ظلمونه کېږي. هره ورځ د غیرقانوني او غیرعادلانه وژنو، بې درکه کولو، خپلسري توقیفونو، شکنجې او ډله ییزو مجازاتو په اړه راپورونه خپرېږي."


نوموړي د دې خبرو په دوام د افغان ښځو د وضعیت په اړه هم وویل: "د اګسټ له میاشتې راهیسې د طالبانو د چلند په اړه چې څه ګورو، په دې پېړۍ کې او شاید د تېرې پېړۍ په اوږدو کې د بل هر ځای په پرتله د ښځو تر ټولو سخت شاتګ دی. د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي."




هڅه مو وکړه د بنیټ د دې ادعا په اړه د طالبانو د حکومت ویاندویانو نظر ولرو، خو له انتظار وروسته هم نه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي تر دې دمه زموږ پوښتنې نه دي ځواب کړي.


خو دوی په افغانستان کې د بشري وضعیت د بد وضعیت په اړه خبرې ردوي.


پرون شنبې د طالبانو د حکومت ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، چې دوی د اسلامي شریعت له مخې د ټولو وګړو د حقونو ساتلو ته ژمن دي.


د بنیټ دا اندېښنه داسې مهال ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو محرومې شوي، ښځې د کار کولو اجازه نه لري او حجاب هم پرې جبري شوی دی.


همدارنګه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه وننګول چې آیا له یوې داسې ډلې سره ښکېل پاتې کېدای شي او له هغو حساب اخیستی شي چې غړي یې ښایي د زرګونو کسانو د وژنو عاملین وي؟


نوموړي د بېلګې په توګه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني یادونه وکړه او وې ویل: "موږ باید په یاد ولرو چې په افغانستان کې د واک خاوندان، د افغانستان اصلي چارواکي د تروریستي سازمانونو په لېست کې شامل دي. یو شمېر مشران یې تر بندیزونو لاندې دي. د بېلګې په توګه د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د حقاني شبکه رهبر، چې ممکن د زرګونو ملکي وژنو مسوول وي او د امریکا حکومت د هغه پر سر لس میلیونه ډالره جایزه ایښې ده. د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو په ګډون نړیواله ټولنه څنګه باید دا ډله ښکېل کړي؟ هر عمل ته د افغانانو پام دی."




د یادونې ده، چې سراج الدین حقاني د طالبانو د حکومت د کورینو چارو سرپرست وزیر، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته ډېره موده د رسنیو پرمخ نه څرګندېده.


د طالبانو تر واکمنۍ دمخه به کورنیو او بهرنیو پوځیانو د حقاني شبکه د طالبانو تر ټولو خطرناکه څانګه بلله، چې د دوی په خبره پېچلې انتحاري او وسله والې حملې به یې پلانولې.


په ورته وخت کې تېره اوونۍ د سراج الدین حقاني ورور انس حقاني د المان د اشپېګل اوونیزې سره په خبرو کې وویل، چې حقاني شبکه اصلاً موجوده نه وه، او تر خپل فزیکي موجودیت ډېره په رسنیو کې مطرح وه.




د طالبانو د حکومت ویاندویانو د دې ادعا په اړه هم ازادي راډیو ته څه ونه ویل.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus