Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

رسنیز فعالان: طالبان دې د خبریالانو پر وړاندې دسیسې جوړول ودروي

په ارزګان کې د طالبانو د حکومت له خوا د خبریال شمس الله شمس تر نیول کېدو وروسته یو شمېر خبریالان او د دوی ملاتړي بنسټونه وايي، چې د خبریالانو پر وړاندې دې د دسیسو جوړلو مخه ونیول شي.


په ارزګان کې د خبریال شمس الله شمس نیولو غبرګونونه پارولي دي.


د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو حکومت د امینه قوماندانۍ ویاند اغا ولي قریشي ازادي راډيو ته ویلي، چې د سلام ارګان خصوصي راډیو دا خبریال، دوی د اخلاقي جرم په تور نیولی چې اوس په زندان کې دی.


نوموړی، چې څلور ورځې وړاندې نیول شوی، کوم تور چې ورباندې دی، په اړه یې ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.


خو خبریالان او د رسنیو ملاتړي بسنټونه بیا ادعا کوي، چې دا د خبریالانو پر وړاندې دسیسه ده او غوښتنه کوي څو د خبریالانو د سانسور او محدودولو لپاره دې نور د دسیسې جوړولو مخه ونیول شي.


افغان خبریال شکور کامران وايي، د جنايي جرمونو په تور مخکې هم خبریالان زنداني شوي خو وروسته ثابته شوې چې هغوی هېڅ ګناه نه درلوده.


کامران وویل: "څو ورځې مخکې د تکل په نوم یو خبریال په هلمند کې ونیول شو او طالبانو وویل چې هغه غوښتل زندان ته نشه یي توکي ولېږدوي خو وروسته یې بېرته پرېښود. که نشه یي توکي ورسره و، ولې پرېښودل شو؟ او که ورسره نه و، ولې ونیول شو؟ دا ټولې دسیسې دي. طالبان له دې لارې غواړي رسنۍ سانسور کړي او په ځینو خبریالانو د تورونو لګولو له لارې هڅه کوي نور خبریالان هم ووېروي او هغوی ته دا پیغام ورسوي که د دوی فرمایش ونه مني، له دې ډول ستونزو سره مخ کېدلای شي."


د خبریالانو د ملي کور ټولنې مشر سید یاسین متین هم ادعا کوي، چې د خبریالانو لپاره دسیسې جوړېږي خو، نوموړی د طالبانو له حکومته غواړي چې مخه یې ونیسي.


متین وویل: "له اسلامي امارته تمه لرو چې د دسیسو او دسیسه جوړونکو مخه ونیسي او د یوه حکومت په توګه دې دسیسه جوړونکو ته اجازه نه ورکوي. که دسیسه جوړونکو ته اجازه ورکول کېږي، خپله حکومت ورسره بدنامېږي او دا به د حکومت کمزوري هم وبلل شي چې د دسیسو مخه نه شي نیولای. خو که دوی وغواړي د دسیسه جوړونکو او هغوی چې د بیان په ازادۍ محدودیتونه لګوي، مخه یې نیولای شي."


په کابل کې د خبریالانو ملاتړي بنسټونه وايي، چې لا هم د ګردېز غږ راډيو مسول جمال الدین دلدار، د افتاب راډيو مسول میرزا حسني، د پژواک اژانس خبریال عبدالحنان محمدي او د سلام ارزګان راډيو خبریال شمس الله شمس د طالبانو په زندان کې دي او د دوی له غوښتنو سره هم له زندانه نه دي خوشې شوي.


د ارزګان ولایت خبریالانو هم د طالبانو له حکومت نه د شمس الله شمس د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.




د طالبانو د حکومت یو ویاند انعمام الله سمنګاني په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو د رسنیو د ملاتړو بنسټونو په وینا د طالبانو په ۱۱ میاشتنۍ واکمنۍ کې ۹۵ تنه خبریالان نیول شوي چې ۴۱ په تېر ۲۰۲۱ او ۵۴ نور په روان ۲۰۲۲ میلادي کال زنداني شوي دي.


د دوی په خبره، ډېر یې له څه مودې زندان وروسته بېرته خوشې شوې دي خو د څلورو خبریالانو په ګډون یو شمېر لیکوالان او مدني فعالان لا هم د طالبانو په زندان کې دي.


د طالبانو له زندانونو ازاد شوي خبریالان وايي، چې په لیکلي او ويډيويي بڼو ژمنې ترې اخیستل شوي، چې د زندان او نیول کېدو په اړه به له رسنیو سره نه غږېږي او نه به هم له دې وروسته هغه خبرونه خپروي، چې د طالبانو د حکومت ستونزې او نیمګړتیاوې په کې یادې شوې وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus