Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا او عربستان په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې

د امریکا ولسمشر او د سعودي عربستان ولیعهد په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی دی.


د امریکا ولسمشر جو بایډن او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په یوه رسمي غونډه کې، چې د دواړو خواوو لوړ پوړو چارواکو په کې برخه اخیستې وه، په راتلونکو لسیزو کې د سعودي عربستان او متحده ایالاتو ترمنځ د متقابلو ګټو د پراختیا او د لا زیاتې سوله ییزې، خوندي لیدنې د پراختیا او د منځني ختیځ د سوکالتیا او ثبات په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.


له دغې ناستې په خپور شوي بیان کې د افغانستان په اړه راغلي: "دواړو لوریو د افغانستان د امنیت پر ملاتړ او په دغه هېواد کې د مېشتو ترهګرو له خوا د رامنځته شوي ګواښ پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ. دوی له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام پر اهمیت، د افغان ولس د اړتیاوو د پوره کولو او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د زده کړو او د روغتیا له لوړ معیار څخه د برخمن کېدو او د ښځو لپاره د کار د حق په اړه خپل ملاتړ څرګند کړ."


دغه دواړه هېوادونه وروسته له هغې په افغانستان کې د ترهګرۍ او له تشدد ډکو افراطي ډلو د ځپلو لپاره پر همکاریو ټینګار کړی، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش او القاعدې ډلې تر څنګ د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي_ هغه څه چې طالبان یې ردوي او وایي، چې دوی هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته د فعالیت او نورو هېوادونو د ګواښ پېښولو اجازه به ور نه کړي.


بلخوا د امربکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي ار شرمین چې کانګرس ته د ۲۰۲۲ ایلی ویزل قانون راپور وړاندې کولو پر مهال په افغانستان کې د طالبانو لخوا د حقونو سرغړونو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.


نوموړې وویل: "په افغانستان کې طالبان د ښځو او نجونو، د قومي او مذهبي اقلیتونو د غړو او نورو محرومو خلکو د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو څخه ناوړه ګټه پورته کوي."


ایلي ویزل هغه کلنی راپور دی، چې په کې د نړۍ په هېوادونو کې د جرمونو وړاندوینه، مخنیوی او ځواب په اړه د متحده ایالاتو د حکومت پخوانۍ، اوسنۍ او راتلونکې ستراتېژي په کې شامله ده.


مېرمن شرمین وروسته له هغې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګیو پورته نجونو له ښوونځیو محرومې شوي، ښځې د کار کولو اجازه نه لري او پر لږکیو هم حملې او بریدونه زیات شوي چې له امله اوس اکثریته دغي لږکي د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.




د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله ازادي راډیو د دغې امریکايي چارواکې د څرګندونو په غبرګون کې وویل: "موږ دا ادعاوې ردوو. په افغانستان کې د وګړو حقونه چې اسلامي شریعت ورکړي هغه ټول محفوظ دي، چې کله امریکایانو اشغال کړی و، د خلکو حقوق تلف کېدل، د خلکو کورونه جایدادونه او ان سرونه یې په امن کې نه وو، خلک وژل کېدل، بمبارونه پرې کېدل او زرګونه بې ګناه کسان په زندانونو کې وو."




دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له خپلې واکمنۍ وروسته یو شمېر نجونې له زده کړو بې برخې کړې او یو شمېر ښځو ته یې د کار اجازه نه ده ورکړې.


دوی د ښځو لپاره د حجاب اغوستل هم اجباري کړي دي.


همدارنګه وړاندې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، دوی به هیچا ته د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د کارولو اجازه ورنه کړي.






خو په تېرې غویي میاشت کې له افغانستانه پر ازبکستان او تاجکستان د داعش ډلې د توغندیزو بریدونو ترسره کولو سره په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ په اړه تشویشونه زیات شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus